افغانستان

مولوي شمس الدین شریعتي د افغانستان د لوی څارنوال په توګه وګومارل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د کرنې، اوبو او مالدارۍ وزارت پخوانی مرستیال مولوي شمس الدین شریعتي د افغانستان د لوی څارنوال په توګه ګومارل شوی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د معلوماتو له مخې د نوموړي ټاکنه د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم ترسره شوې ده.

مولوي شمس الدین شریعتي چې د بدخشان ولایت اوسېدونکی دی، د اسلامي امارت په تیره دوره کې د پکتیا او میدان وردګو د والي او په افغانستان د امریکايي ځواکونو له یرغل وروسته د بدخشان لپاره د طالبانو د «جهادي» مسئول، د دعوت او ارشاد کمیسیون مرستیال او بیا د ملکي تلفاتو د مخنیوي او شکایاتو د اورېدو کمیسیون مرستیال په توګه فعالیت کړی دی.

د پخواني رژیم له سقوط وروسته نوموړي تراوسه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

تر اوسه پوری خو ټول ملایان مقرر شوی ته به وایی چی د ادی وطن یی دی او نور پدی وطن کی څوک حق نلری. د تیر حکومت لوی څارنوال د مولوی صیب محمدی د کورنی نژدی کس وو د لوګر د ولایت څخه په نوم د ذبیح الله کلیم چی د مصر د الازهر پوهنتون څخه فارغ التحصیل وو. اوس مقایسه کړی د کرنی او مالداری تجربه له څارنوالی سره. دی وایی ښه حکومتداری. په ریښتیا هم چی یوم البدتر ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx