افغانستان

افغان حکومت په بهر کې د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو ته د پخواني نورم پر اساس معاش ورکوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه،  ۱۰ سلواغه، ۱۴۰۰ل):  افغان حکومت په بهر کې د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو ته د پخواني نورم پر اساس او پر اساسي قانون د څار کميسیون کارکوونکو ته د نوي نورم پر اساس معاشات ورکوي.

ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د رياست الوزرا اداري غونډه کې دغه پریکړه شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې په دې غونډه کې په ايکائو سازمان کې د افغانستان د استازي د معاش پر ټاکلو او د وزارتونو د امتيازي معاشونو پر سهمیې هم بحث وشو.

همدا راز په دغه غونډه کې پریکړه وشوه چې پر اساسي قانون د څار کمیسیون کارکوونکو ته به د نوي نورم پر اساس معاشات ورکول کیږي خو په بهر کې د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو ته به د پخواني نورم پر اساس معاشات ورکول کیږي.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت د نړیوالو اقتصادي بندیزونو سربېره له داخلي عوایدو څخه ټولو ملکي مامورینو ته د تېرو څو میاشتو معاشات ورکړي دي.

که څه هم حکومت د لوړو بستونو معاشات کم کړي دي خو ویل کیږي چې داخلي عوایدو د لوړیدو سره په دغه معاشونو تجدید نظر کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
میرافغان

ماشاءالله د ا۔ا۔ا د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتونکی دی۔

مجاهد

فکر کوم نه یواځی معاشو بلکه د اشخاصو په عزل او تقرر کی هم باید جدی تجدید نظر وشی، د یو وخت د پاره مهمه نه ده چه تر یو وخته پوری پخوانی ډالری معاشونه او پخوانی مهری وی مګر قرار قرار باید د مهرو په بدلولو کی د زمانی په اوږدو کی پوره پاملرنه وشی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx