دشهید روح ته
دژوند وروستي هدف ته رسیدلی دي یو څوک
د ستورو له کاروانه کوچیدلی دي یو څوک
دا ټوله کهکشان دي دجنت وږمي اغوستي
که جام دشهادت ته خندیدلی دي یو څوک؟
دچا دمیني وریځو مي دزړه اسمان نیولی
پر دشته د یادو مي ورېدلی دي یو څوک
چي ستا د حسدي سترګو نظر ورباندي نشي
رقیبه! دزړه کور کي مي ساتلی دي یو څوک
تعبیر ته دښکلا یي کلمات راسره نشته
یو څوک دومره حسین دي دومره ښکلی دي یو څوک
نن ستني دزړګي دحلمیار پسي کږې دي
پرون د جنتو پر لوري تللی دي یو څوک
حمدالله حلمیار
۲۰۱۴/۶/۱۵