روغتیا

حکیم الکوزی: تر دې دمه مې ۱۴ ملیونه کسانو ته د کرونا ضد «څاڅکي» ورکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۴۰۰ل): دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو له زياتېدو سره د کندهار یوه حکیم «حکيم الکوزي» ادعا وکړه چې په کرونا د اخته کېدو د مخنیوي او رغېدو لپاره يې اغېزمن درمل جوړ کړي چې په خلکو یې ویش پيل کړى دى.

د کرونا زیاتوالي او په هېواد کې د سخت روغتیایي حالت له کبله د حکیم الکوزي دغې ادعا ته خلکو لبیک ووایه او زرګونه کسانو ددغه درملو یا څاڅکي ترلاسه کولو لپاره کندهار ته سفر وکړ.

هغه مهال د عامې روغتیا وزارت ددغو درملو له ازموینو وروسته ویلي وو چې د یادو درملو په ترکیب کې نشه یي توکي «مورفین او تریاک» په پراخه کچه ګډ شوي چې له مخې يې غیر قانوني بولي او د درملو د ویش مخه نیسي.

د روغتیا وزارت د مخنیوي سربېره زرګونه مراجعین د یادو درملو ترلاسه کولو لپاره حکیم الکوزي ته مراجعه کوله. هغه مهال د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د کومو ځانګړو واکسینو د چمتو والي خبر نه و ورکړی.

خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا چې د سړې هوا له کبله په هېواد کې د کرونا پېښې مخ پر زیاتېدو دي، حکیم الکوزی وایي بیا د خلکو لیوالتیا زیاته شوې چې د ویش لړۍ یې چټکه کړې ده.

د نوموړي په وینا تر دې دمه یې له پېله تر اوسه ۱۴ ملیونه کسانو ته د کووید-۱۹ ضد دغه څاڅکي ورکړي دي.

حکیم الکوزی وایي، په دې وروستيو کې یې د هېواد په دريو ولايتونو کې د مراجعینو شمېر په ورځني ډول نږدې درې زرو کسانو ته رسېدلى دى.

هغه زیاتوي چې اوسمهال په کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې رسمي نمایندګۍ لري چې هره ورځ سلګونه خلک ورته راځي.

حکیم الکوزی ادعا کوي چې په خپل لاس جوړ شوي درمل یې د نوې بڼې اومیکرون پر ضد اغیزمن دي.

بل لوري ته د حیرانتیا وړ ده چې مراجعین د حکیم الکوزي درمل د کرونا پر ضد اغیزناک بولي او زیاتوي چې پخوا يې ترې ګټه اخیستې او ښه پايله يې لرله، نو له همدې امله یې بیا هم مراجعه کړې ده.

د حکیم الکوزي کابل نمایندګۍ ته یو کس چې کرونا ناروغ لپاره د یادو درملو پېرلو لپاره ورغلی وایي، «په نړۍ کې جوړ شوي واکسینونه کار نه ورکوي؛ خو د کرونا درملنې لپاره د حکيم الکوزي درمل اغېزناک دي».

د هغه په ​​وينا، د ده ډېری ملګرو دغه درمل کارولي او هر څوک يې له مثبت اغېزه راضي دي.

خو بل لوري ته روغتیا وزارت ته نږدې خلک وایي چې دغه څاڅکي يواځې موقتي ګټه کوي، خو کېداى شي په راتلونکي کې کاروونکی کس په نشه يي توکو روږدي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx