ټکنالوژي

واټس اپ: هره ورځ کاروونکي پنځه نیم ملیارده پيغامونه لیږي او ټول محفوظ دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د ټولنیزو رسنیو مشهوره شبکه واټس اپ وایي چې هره ورځ ددغې اپلیکیشن له لارې پنځه نیم ملیارده خلک پيغامونه لیږي چې ټول محفوظ دي.

پر واټس اپ د خلکو باور هغه مهال کم شو چې یادې شبکې اعلان وکړ د خلکو شخصي معلومات به فیسبوک سره شریک کړي، او که څوک ددوی نوې پالیسي ونه مني حسابونه به یې وتړي.

هغه مهال ملیونونه کسانو واټس اپ پریښود، او پرځای یې ټیلګرام او یو شمېر نورې شبکې کارول پېل کړل.

د کاروونکو پراخ کموالي سره واټس اپ د خپلې اعلامیې په وضاحت کې وویل چې دوی د هیچا شخصي معلومات بلې شبکې ته نه ورکوي او نه به یې هم حسابونه وتړي.

اوس واټس اپ یو ځل بیا خپلو کاروونکو ته ډاډ ورکړی چې لیږلي پیغامونه، ویدیوګانې او نور شخصي معلومات کوډ شوي او د کاروونکي شخصي محرمیت دی چې څوک ورته لاسرسی نشي لرلی.

واټس اپ زیاتوي، «په واټس اپ کې له پای څخه تر پایه کوډ کول دا ډاډ ورکوي چې هیڅوک نشي کولی ستاسو شخصي پیغامونه ولولي یا واوري – حتی موږ هم نه».

د یادونې ده چې واټس اپ اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو زیات پیغام رسونکې شبکه ده چې هره ورځ ۲ ملیارده فعال کاروونکي لري او په وینا یې پنځه نیم ملیارده کاروونکي پيغامونه استوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx