شعـــــرونه

نور د چل او د هنر سیاست دی ختم/ علم

عبيدالله علم

نور د چل او د هنر سیاست دی ختم
د فساد، فتنې او شر سیاست دی ختم

ډیر دولت مو پری ګټلی نور مو بس دی
تش په خوله د لر او بر سیاست دی ختم

یو جاهل به چې په زوره زمونږ حاکم و
بس د کبر، زور او زر سیاست دی ختم

چې نه یې مور او نه یې پلار چا پیژندلو
بې پدر او بې مادر سیاست دی ختم

انسانیت نه چې وتلی عیاشیان ول
د نغمې او ګل قمر سیاست دی ختم

چې لېډر یې په حیوان صفت مشهور و
هم د ګاو او هم د خر سیاست دی ختم

د ظالم ګرېوان مظلوم دی کلک نیولی
هغه سر له پاسه سر سیاست دی ختم

د مظلوم چیغې چا کله اورېدلې
دا د کور او هم د کر سیاست دی ختم

فرشتې کړې خدای نازلې له اسمانه
نور د خون جیګر سیاست دی ختم

په لکونو ښه ځوانان یې معتادين کړل
د قاچاق او مخدر سیاست دی ختم

سوځول يې چې لوند د وچ له زوره
نور علمه وچ او تر سیاست دی ختم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx