نظــر

د امارت مشرانو ته څو وړاندیزونه «۱» برخه

الحاج استاذ بیانزی

تر ټولو د مخه ټول مجاهد ولس او د اسلامي امارت مشرانو او کشرانو ته د دې سترې بریا مبارکي وایم چې خپلواکي یې تر لاسه او اسلامي نظام یې قایم کړ، نړیوال استعمار یې له هیواده وشړلو او غلامې ادارې د اشغالګرو په شتون کې له هیواده پښې سپکې کړې.

تمنا لرو چې خالق لایزال د ټولو شهیدانو شهادت او د مجاهدینو جهاد قبول کړي او د شهیدانو کورنۍ د شهیدانو د نشتون احساس ونه کړي او د مجاهدینو ټولې ستونزې او ستړیاوې چې د ۲۶ کلو په اوږدو کې یې ګاللي؛ قبولې او د اسلامي نظام د قایمیدلو، تلپاتې کیدو او پرمختیا لپاره دې لا زیاته وړتیا او پیاوړتیا ورپه برخه کړي.

نړیوال استعمار سره جنګیدل او د هغوی ماتول له الهي نصرت او د خلکو له ملاتړ پرته د اسلامي امارت له قدرت پورته خبره وه. د اسلامي امارت په سرشاره قیادت او بې سارو قربانیو یې دغه ناممکن کار ممکن کړ او خالق لایزال د کمزورو او کم شمېرو طالبانو په واسطه د خپلې خدایۍ عظمت نړیوالو ته په ډاګه کړ.

موږ یو شمیر بهر میشته افغانان (چې فرهنګي جهاد کې مصروف و) له دې سترې بریا وروسته مو ډیره لیوالتیا لرله چې خپل هیواد ته راستانه او مجاهدینو ورونو ته له مبارکیو ویلو وروسته د هیواد په بیا رغونه کې پراخه او فعاله ونډه ولرو یا لږ تر لږه خپلې مشورې ورسره شریکې کړو، له بده مرغه اشغالګرو د کابل هوايي ډګر حتی رادار او رن وې تخریب کړې وې چې له امله یې پروازونه تر سره کېدل  نو هیواد ته مو سمدلاسه راتګ ونه شو. د دې لیکنې په ذریعه ځینې وړاندیزونه ورسره شریکوو، کیدی شي مثمره وي.

وړاندیزونه:
لومړی: څو ورځې د مخه د امریکا جمهور ریس جو بایډن زموږ هیواد د َټوټه کولو لپاره وویل چې ( افغانستان د یو ملت ادارې لاندې نه راځي) یعنې د یو ملت د اداره کولو جوګه نه یو، باید وویشل شو. له بایډن هېره ده چې متحده اضلاع له څو سوو ملتو او ملیتو جوړه شوې بیا هم د یو ملت د اداره کولو جوګه دی.
د استعماري قدرتو یو فارمول( وویشه حکومت وکړه ) او بل یې د ( ټولنو طبقاتي کول) دي، ټولنیز جوړښتونه ویجاړوي او خپل غلامان پکې بیلونر او چارواکي او په ایزمي ناولتیاوو یې ذهنیتونه سنبال او اشغالوي چې له ډالرو او لوړو پوستو وغیره په نورڅه عقیده نه لري په اړه یې جدي توجه ولري.

دوهم: امریکایانو عملي بڼه کې ولیدله چې د دوی په ضد یواځې طالبان نه بلکه ټول ملت جنګیدلو، ملت د امارت ملاتړی و. اوس هڅه لري چې هماغه ورور ملت د امارت سره دښمن جوړ کړي. ځکه یې له تېښتې دمخه ټول بینکونه لوټ، څو بیلونه ډ‌الر کنګل، د اقتصادی ناورین لوړ ښودل، اداري پرسونل اختطاف، د اقلیتونو پارول او رسمیت نه پیژندنه او داسې نور یې وزیږول چې د امارت او ملت تر منځ یووالی په دښمنۍ بدل کړي، په اړه یې جدي توجه ولرئ‌.

دریم:  مخالفینو ته د امارت عمومي عفوه د مکې د فتحې عمومي عفوې ته ورته، ګتوره، مثمره او د ستاینې وړ عفوه وه مګر د هغه او دې وخت شرایط او خلک یو له بله سره ډیر توپیر لري. د دې وخت د شرایطو له مخې له غیر مسؤلو وسلې ټولې شي، دشمنان د وسلو سره په کمین کې د مناسب وخت او د امارت د محوه کولو انتظار باسي، ځآیونه او نهادونه مو په نښه کوي.

څلورم: امارت په لومړي ځل هم ټول هیواد فتح کړی و، مګر د امارت ټول عسکري قطعات، حکومتي نهادونه په نښه، محوه او امارت  ونړولو. مجاهدین غرونو او غارونو ته ولاړل، ګوریلايي جنګونه یې شروع کړل، مجاهدینو امریکایان لیدل خو امریکایانو مجاهدین نه لیدل د جنګ په اوږدولو یې د تلفاتو او خساراتو کچه پورته او د پښو سپکولو ته مجبور شول.
برخلاف، اوس چې مجاهدین بیا له غرونو ښارونو ته راښکته او چارواکي شول، امریکایان مجاهدین ویني او مجاهدین امریکا، د لومړي ځل په شان نه شي لیدلی  په اسانه مو په نښه او محوه کولی شي، د غرونو او غارونو په شان ستر اخفي نلرئ، ګاونډي هیوادونه هم کارولی شي، امارت تل باید فعال دفاعي حالت او مشران یې تل ستر اخفي ولري.

پنځم: په عادی روانو حالاتو کې د قدرت له عادي انتقال وروسته هم د ثبات د نظم او ثبات لپاره لږ تر لږه له ۴- ۶ میاشتو اړه ده. په انقلابي او کودتایي( نوو جوړو شوو نظامونو) کې خو باید دغه موده لږ تر لږه دوه یا درې چنده وي، له دوه یا درې کسانو زیاتو په ګډه درېدنه او ګرځېدنه بندیزونه یوه عادي خبره ده، مګر امریکا د هغه او دغه حقوقو د دفاع په مظاهرو او داسې نورو پلمو کارولو د دریمې نړۍ سیاسي قدرت ترلاسه کړی او ترلاسه کوي.

په همدغه د موکراتیکو او سولیزو مظاهرو یې د لیبیا، مصر، تیونس، یمن او داسې نورو هیوادو امنیت ویجاړ او زړې مهرې یې په نوو مهرو بدلې کړې، اوس د مرکزی اسیا د اسلامي هیوادو وار رارسېدلی چې زړې مهرې په نوو بدلې او له روسي نفوذ یې د لویدیځ نفوذ ته واړوي هرځل د مظاهرو جلا جلا پلمې وي، مظاهرې هم د (ټاکنو) په شان تر ټولو لویه استعماري فتنې دي.

شپږم: د امنیت لپاره د استخباراتو زیاتول، مسلکي کول او فعاله ساتلو جدي اړتیا ده، که میرمنې، ماشومان او بوډایان هم پکې وي ښه به وي نور لګښتونه او معاشات کم او بار دننه استخبارات زیات کړي تر اردو او پولیسو هم ډېر اهمیت لري.

اووم: د وسلو ټولول او راجستر کول، مګر هغوی چې وسلو ګرځولو ته قانوني اړه لري باید وسلې یې راجستر او د وسلو لرلو لایحې او لایسنس ولري.

اتم: تفتیش او مراقبت، له استخباراتي نهادو سره توپیر لري، تفتیش او مراقبت د فساد مخه نیسي او استخبارات امنیت ساتلو کې اغېزه لري. ټولو نهادو کې د تفتیش د مستقلو مدیریتو او د تفتیش پسې باید نورې جدي څارنې شتون ولري.

نهم: اسلام کې قانون حکومت کوي او چارواکي د ټولنې خادمان وي. د امارت مشران، کشران او د ملت ټول وګړي د قانون په وړاندې یو له بله کمتري او یا برتري نه لري، حکومتي چارواکي د قانون نافذونکي او تعمیلونکي او ټولنه یې د دې ټولو هلو ځلو لپاره معاشونه ورکوي نو د ټولنې خادمان دي.

لسم: د علماوو شوری: د امارت امیر د يوې معتبرې لایحې له مخې د امارت دننه د مجتهدو علماوو موقتي شوری ټاکي، د علماوو دغه موقتي مجتهده شوری د هیواد په کچه د بلې لویې او مستقلې مجتهدې شوری ټاکلو لپاره معتبرې لایحې جوړوي، د هغه لایحو له مخې به له ټول هیواد د مجتهدو علماوو بله لویه شوری ټاکل کیږي امیرالمؤمنین به ددې شوری رئيس او دا  شوری به د حکومت په رأس کې قرار لري، د سنا او لويې جرګې ځای به نیسي، اساسي قانون به جوړوی چې له مخې به یې د نظام جوړښت بار دننه مشروعیت ترلاسه او کار به اهل کار ته چې له مخې به یې ډېر ژر رسمیت پیژندنه هم تر لاسه شي.

نوربیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله وردک

جزاک الله خیراً کثیراً. ډېرې په زړه پورې مشورې!
د دویمې برخې په انتظار. هیله ده، چې دغه لړۍ لږ ګړندۍ شي.
والسلام

الحاج استاذ بیانزی

وردګ صاحب الله ج دی په خپلو رحمتو او نعمتو ونازوه! تور توتان تر تاسی قربان سپین ږیری یو، ګرمو سنګرو کی مو باید د نورو شهیدانو په شان د شهادت خواږه جامونه چښلی وی، له یوی خوا سپینږیری او له بلی خوا ډیر لیری یو، مګر فرهنګی هلی ځلی مو تر یوی کچی جاری ساتلی ، الله ج دی وکړی چه ګټوری وی او مشران ورته پاملرنه ولری. هو، له دی وروسته زموږ په کچه خلکو همدغه کار دی چه مشرانو ته د پام وړ وړاندیزونه واستوو او دعاګانی ورته وکړو، غوښتنه مو تری کړی چه که سرک پاکول… نور لوستل »

طوطی

بیانزی صیب سلامونه: څه حال لری وضعیت دی څنګه دی؟ اوس خو چی ګورو خلاف د قرآن د احکامو امانات ندی سپارل شوی. د انجنییر پر ځای هم یو ملا مقرر شوی نو کچیری د علماوو شوری هم جوړیږی هغه به همدا خلک ټاکی و ګمارنی به یی هم همداسی وی لکه اوسنی ګمارنې.

مجاهد

طوطی صاحب ! دا طالبان هغه خلک دی چه له دی هیواده یی د امریکا سره ۴۸ اشغلګر هیوادونه وشړل خپلواکی یی ترلاسه کړه ، دوی د اسلامی قوانینو متخصصین دی دوی به خامخا د علماوو یا متخصصینو شوری جوړوی او ورته ګمارنی به کوی هغوی به اساسی قانون جوړوی او هغوی به که ټاکنی لازم وی د ټاکنو د پاره هم اصول او کمیسونونه جوړوی

طوطی

ښه خبره ده الله دی دومره اوس او توان ورکړی چی زر تر زره یو اساسی قانون جوړ کړی او دا هرج او مرج، او خپل سری ورکه کړی. اوس چی ګورو د ملا امین ځوی هم قوماندان ده یوه وسله یی پر اوږې یښی. ۴۲ هیوادونه اوس ۴۸ شول خو کاش چی له لوږې مو بغاری تر آسمانه نوی جګی شوې هلته به یی خوند کړی وه.

مجاهد

طوطی صاحب، نه ۴۲ او نه ۴۸ دی څه د پاسه دوه سوه هیوادونه د امریکا سره څه د لیوانو او څه د ګیدړانو به ډول بدرګه راغلی وو. ښه مثال یی څه کم شپږ میاشتی د اسلامی امارت د حکومت نیولو وشوی او داسی حکومت چه د شلو کلو انقلاب په قربانیو ترلاسه شوی . ټول قانع دی چه زموږ هیواد اشغال او موږ یوه لاسپوڅی، فاسده او ناوړه اداره لرله هغه دواړه مجاهدینو وشړل امریکا یی رسما دوحه کی خپلواکی ومنله دا لمړی ځل دی چه په دومره شانداره او رسمی ډول دی د یو هیواد رسمیت پیژندنه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

طوطی جانه سلامونه ! تاسی ډیرښه ټکی ته ګوته نیولی، تبصره کی به یی روښانول ستونزمن وی که وخت می وموند په کومه لیکنه کی به ورباندی خبل معلومات ولیکم بیا هم ستاسی د نیوکی د پاره به یو څه ولیکم: تاسی لیکلی ( خلاف د قرآن د احکامو امانات ندی سپارل ) یوه تصحیح ( د خلاف په ځای باید مطابق وی ) ځواب : نظام له دوه اړخونو جوړیږی حتی غیر اسلامی نظامونه هم ، یو اړخ د نظام مسلکی اړخ او بل اړخ یی حقوقی یا قانونی اړخ، به هر نهاد او هر وزارت کی مسلکیت له… نور لوستل »

طوطی

بیانزی صیب: څومره ښه د وفرمایل: (… خو که صحی وزیر هم عالم او هم داکتر وی ترجیع ورکول کیږی) ماشاءالله. ستاسو لدی تبصری نه یوه نړی مننه دا چی زما غلطی یا اشتباه دی اصلاح کړه کور د آباد. الله دی زر تر زره زمونږه عالمان په مسلکی هنر سره هم سمبال کړی چی نور د چا د انتقاد ګوته ورته وننیول شی. د ایران وزیرانو ته وګوره هر یو یی هم په خپل مذهب کی عالم دی او هم انجنییر او ډاکټر. ځینی مسایل می ډیر سخت ځوروی بیحده می فشار جکه وی. نن په تاند کی لیکل… نور لوستل »

طاهر ثابت

بیانزی سیب سلامونه او روغ او کامیاب واوسی هیله ده دهغو پوهانو لیست جوړ سی چه داو طلبانه خدمت ته حاضر وی. دطالبانو خبری اورو مګر مثبت عمل مو لا ندی لیدلی. یو بل پوهان چه دیوروپ نمایندګی کوی ویلی وو چه حاضر دی خدمت وکړی مګر دیوروپ نه بهر هم نور زیات خلک سته چه اسلامی روحیه به لری او هم داوروپایی پوهانو سره به برابر او یا جګ وی. دهمدی ټولو دلیست کولو شدید ضرورت دی. جسما به یا داوسنی مشکلاتو او یا دفامیل او کار دمشکلاتو له مخی ځینی خلک حاضریدای نسی. زه دا ده دوه کاله… نور لوستل »

Karwan

الحاج بيانزي صاحب،
ډيره مننه او الله دښه صحت او ډير عمر درکړي. لکه دهميشه په شان ډيري ښي او مفيدي مشوري مو ورکړي او ورکوي ئي. په ډير درنښت. کاروان

الحاج استاذ بیانزی

ثابت صاحب او کاروان صاحب وعلیکم السلام. دا ستاسی حسن نظر او ستاسی انرجی ده چه موږ ته یی راکوی برګ سبزی است تحفه درویش چه کند بینوا همین دارد په کار دا وه چه ګرم سنګر کی ورسره ملګری وی، مالی او ځانی قربانی مو ورسره ورکړی وی هغه د زړښت، لیری والی او بندیزونو له امله ونه شوی له هوایی پروازو منع شوی ووم. موږ اسلامی امارت ته کار نه کوو، ځپل ځان، خپل خدای او خپل وجدان ته کار کوو، هغوی چه د ځانو بوری یی بمونه تړل هغوی د دی دنیا د کار په غم کی… نور لوستل »

Back to top button
11
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx