شعـــــرونه

درباندې ویاړمه خوږو مشرانو/ حيدري

محمد اغا حيدري

درباندې ویاړمه خوږو مشرانو
زما زړورو پښتنو مشرانو

د ګران وطن اصلي بچیان یادیږی
ای د قومونو پرګنو مشرانو

په افغاني لباس سمبال ولاړ یې
ښکلي ښکاریږئ په شملو مشرانو

ستاسو سیاست کړله نړۍ حیرانه
تاریخ مو ډک له کارنامو مشرانو

سترګې مې یخې زړه سکون سکون شي
خوشحال شم ستاسو په لیدو مشرانو

هم د دفتر هم د سنګر خلک یئ
ویاړمه ستاسو په کتو مشرانو

د حیدري! زړه پرې تسل تسل شي
لیکي غزل مو په کيسو مشرانو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx