افغانستان

امریکايي ولسمشر له سرپرست افغان حکومت غوښتي چې امریکايي سرباز خوشې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوې تازه بیانیه کې د سرپرست افغان حکومت څخه غوښتي دي چې امریکايي سرباز مارک فريریچز خوشې کړي.

سپينې ماڼۍ د یوې بیانيې په خپرولو سره منلې چې د امریکا د بحري ځواکونو یو پخوانی سرتېری مارک فريریچز د سرپرست افغان حکومت سره بندي دی.

دغه سرباز دوه کاله وړاندې طالبانو نیولی و چې د امریکايي رسنیو د راپورونو پر اساس تر دې دمه ورسره بندي دی.

جوبایډن ویلي دي چې دغه امریکايي سرباز انجنیر دی او یوه لسیزه يې د افغانستان له خلکو سره مرسته کوله. د نوموړي په وینا «[مارک] هيڅ کوم ناسم کار نه دی کړی. خو بیا هم طالبانو د دوه کلونو راهیسې یرغمل ساتلی دی».

امریکايي ولسمشر د امریکايي اتباعو او ملکي وګړو امنیت ګواښل د نه منلو وړ ګڼلي دي او پر سرپرست افغان حکومت یې غږ کړی دی چې دوی باید مخکې تر دې چې د مشروعیت توقع وکړي باید فورا امریکايي سرباز خوشې کړي.

هغه ویلي دي چې د امریکايي سرباز خوشې کول د مذاکرې وړ نه دي.

افغان حکومت تر دې دمه د جوبایډن د بیانيې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
میرافغان

دغه امریکایې دي د عبدالله هارون او عافیه صدیقې په بدل کي خوشي کړل شي۔

غوربندي

دغه خبر خو زه ګنګس کړم

زبیر

هروخت چي زموږ کنګل سوي پیسې خوشي سوې او د مشرانو نومان د تور لیست سه لري سوه بیابه امریکایی خوشي سي

دکتور مجاهد

حیرانونکی دا ده چه د یو امریکایی بریګیدر په سر مو د اسلامی امارت څو وزیران وزیران خوشی کړل ، دغه بیچاره امریکایی انجینر مو په یاد نه وو چه هغه وخت مو له طالبانو غوښتی وی ، بیا دوحه کی دوه کاله مذاکرات روان وو له تاسی هیر وو، اوس چه هر څه مو له افغانستانه وویستل اوس در په یاد شو؟ بیا د بایدن دا خبره چه هغه یو انجینر وو ، د څه انجینر وو ، که هغه د ودانیو انجینر وو افغانستان کی خو نه سرک نه ودانی او نه کوم روغتون د بین المللی قوانینو… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx