نړۍ

دناروي له چاودنو څخه وروسته اباما پرملګرو دهمغږي ږغ کړي دی

Obama-New-Zealand-543(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۳) واشنګټن: دامریکی اولسمشر بارک اباما دناروي والسمشر ته دتسلي دمراسمو دلیږلو پروخت پرنړی والو یو وار بیا ږغ وکړ چي دترهګري په وړاندي سره یوشی اوددوي په اصطلاح دنړیوال تروریزم په خلاف لازمي هڅي وکړي.

دنیوزلینډ له لومړي وزیر سره دخبروپرمهال اباما وویل دناروي له بریدونو څخه داڅرګندیږي چي تراوسه پوری لانړي دنړیوال تروریزم له لوري له ګواښ سره مخ ده.

اباما زیاته کړه نړي باید سره په تفاهم کي وی اودترهګروپه خلاف ټولي هڅي سره شریکي کړي، ترڅو له دارنګه بریدونو څخه خپل اولسونه وساتو، اباما چي په کال ۲۰۰۹ کي یی دناروي وپلازمیني اوسلو ته دنوبل جائیزي اخیستلو لپاره سفرکړی وو، اودناروي هیواد چي دناټو ټولنی غړیتوب هم لري له ګرم استقبال سره مخ شو، نوموړي تیره ورځ وویل دناروي اولسمشر اوپه تیره بیا دناروي له اولس سره خپله خواشیني شریکه کوم اوټول اولس ته دتسلي مراسم وړاندی کوم

نومړي زیاته کړه دناروي دتیری ورځي چاودنو مي زړه له غمه راډک کړی دي او دناروي له اولس سره په هرډول تکلیف او غم کی شریک یم، او ورسره هررنګه مرستي ته تیاریم.

له بله لوري دامریکی دبهرنیو چارو وزیري هم دخپلي وینا برمهال دناروی دپلازمیني اوسلو اوهمدارنګه داوتایا دجزیري چاودني په کلکو ټکو سره وغندلي، کلینټن زیاته کړه دغه دغم اوغصي په ګړي مونږ دناروي له اولس سره یوشانتي شریک یو، اودقرباینانو و پاته سونیو ته دزړه له کومي تسلی ورکوو.

نوموړي زیاته په ناروي کي موامریکایی وګړو ته خبرداري ورکړی دی چي دهیواد په پلازمینه اوسلو کي په تګ راتګ کی له احتیاط څخه کارواخلي، اوداوسلو ښار دمرکزي سیمي ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

دنیوزلنډ لومړي وزیر هم دناروي دچاودنو په اړه سخته خواشیني ښودلي اودناروي داولس لپاره یی دهرډول مرستو وړاندیز کړی دی.

نومړی زیاته  کړه دایو نړیوال تروریزم دي ورڅخه یو هیواد هم نده په امن په نړي کی لوي او واړه هیوادونه ټول ددوی هدف دی.

نوموړي وویل دغه وجه ده چي مونږ دامریکی له متحده ایالاتو سره یوځای په افغانستان کي اوږه په اوږه ولاړ یو ترڅو نړیوال ددوی په اسطلاح دټروریزم له شره خلاص کړو.

نیوزلنډ په افغانستان کی ۷۰ کسه کومانډو او همدارنګه دافغانستان دبیا ابادولو لپاره ۱۴۰ تخنیکي پرسونل لری.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close