نظــر

د نفوذي بریدونو لړۍ له سره پیل شوه

لیکوال: حبیب مجاهد

په تیرو دوو ورځو کې  په خارجي او داخلي دښمن د نفوذي بریدونو څلور پیښې رامنځته شوي دي ، د سه شنبې په ورځ د کابل لویدیځ کې د قرغې په پوځي پوهنتون کې د رفیق الله په نامه د پکتیا ولایت یو مجاهد چې ځان یي د پوځ په لیکو کې ځای کړی و،دامریکایي او جرمني عسکرو په لوړرتبه جنرالانو او افسرانو یي برید وکړ چې په نتیجه کې یي د یوه امریکایي تورن جنرال په وژل کیدو او جرمني برید جنرال په ټپي کیدو سربیره  ګڼو لوړرتبه بهرنیو پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته .

د رفیق الله  برید د جهادي نفوذي بریدونو په لړ کې یو بیساری برید و، نوموړي په ډیر حساس موقعیت کې په لوړرتبه امریکایي جنرالانو برید وکړ، ویل کیږي په کوم ځای کې چې دغه برید شوی دی هلته  عادي افغان عسکرو ته د وسلو سره دتللو اجازه نه وه، خو رفیق الله په ډیر مهارت له وړاندې خپل امریکایي ماشینګڼ په همدې ځای کې پټ ایښی و ، او کله چې امریکایي او جرمني جنرالان راغلل نوموړي ورباندې اتلوال برید ترسره کړ او  امریکایي پوځیان یي په امریکایي مرمیو غلبیل کړل.

په وژل شویو امریکایي اشغالګرو کې مهمه مهره  دوه ستوریز جنرال  هارلد ګرین و، نوموړی  چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د ځانګړې قومندانۍ مرستیال و په تیرو دیارلسو کلونو کې وژل شوی ترټولو لوړرتبه امریکایي  پوځي چارواکی دی.

اسیوشیتیدپریس خبري آژانس ویلي په دې برید کې پنځلس تنه امریکایي او جرمني عسکر ټپیان شوي هم دي چې د ډیرو حالت نازک دی.

د کابل ولایت له اتلوال برید سره هم مهال په پکتیا او روزګان کې هم د نفوذي بریدونو   دری پیښې رامنځته شوي دي، په پکتیا ولایت کې یو افغان بادرکه عسکر په امریکایي ځواکونو مرمۍ چلولي چې درنه مرګ ژوبله یي ورته اړولي ده، او په روزګان کې په دوو پیښو کې د ددوو پوستو اربکیان او پولیس په مکمل ډول له منځه وړل شوي دي.

په تیرو دوو ورځو کې د نفوذي حملو یادې بریالۍ پیښې تصادفي نه ښکاري بلکې د مجاهدینو په یو منظم پروګرام او ځانګړو عملیاتو دلالت کوي، د خیبر په نوم پیل شوي عملیات چې تردې وړاندې په کې د هلمند ، کندهار ، ننګرهار، نورستان ،کابل  او دهیواد د نورو سیمو د بریالیو عملیاتو غوندې  سترې بریاوې ترلاسه شوي دي د نفوذي حملو په پیل سره یي دښمن لا وارخطا کړی دی چې اوس کوښښ کوي په ګمراه کوونکو تبلیغاتو سره  د رسنیو او خلکو توجه په بله کړي.

باید وویل شي چې نفوذي بریدونه د بهرنیو یرغلګرو د وارخطا کولو او عزم ماتولو ترټولو بریالی تاکتیک دی، څو کاله وړاندې چې په دښمن باندې دغه ډول بریدونو پیل شول او په مکرر ډول یي په کې  ګڼ شمیر پوځیان ، ملکي کارمندان او مشاورین له منځه لاړل ، دښمن یي دې ته اړ کړ چې له افغانستان د وتلو په پلان کار پیل کړي، ځکه په دې بریدونو سره ددښمن په ځان باور او ډاډ په بشپړه توګه له منځه لاړ .

نفوذي مجاهدین یا هغه اتلان چې ددښمن په امنیتي لیکو کې یي ځانونه د جهاد او کافر وژلو په نیت داخل کړي دي او کوښښ کوي چې په دښمن باندې له دننه څخه بریدونه ترسره کړي ، دوی د حق د لارې د سرسپارلو فدایانو غوندې د روان جهاد کم ساري اتلان دي چې نومونه به یي په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي ، هغه مجاهد چې کافر دښمن وژني، که شهید کیږي او یا هم  ژوندی خلاصیږي په دواړو حالاتو کې جنت ورته واجب ګرځي، ځکه څوک چي دالله تعالی په لاره کې شهید شي هم یي ځای جنت دی او څوک چې کافر قتل کړي  هم رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې له  کافر سره به په جهنم کې نه یوځای کیږي یعني کافر به دوزخ ته ځی او دغه مجاهد به خامخا جنت ته ځي .

هغه بااحساسه او مؤمن افغانان چې په اردو ، پولیسو یا نورو امنیتي لیکو کې یي ځانونه داخل کړي دي ، دوی هر یو د افرصت لري چې خپل ټوپک په امریکایي او نورو اشغالګرو کفارو راوګرځوي او په دې ډول  دغه ستر دنیوي او اخروي ویاړ دځان کړي ، دا د دوی لپاره د جنت ګټلو او دنیوي سرلوړی یو ستر فرصت دی چې باید ګټه ترې واخلي.

که ددوی د بریدونو په نتیجه کې محارب او متجاوز اشغالګر کفار زموږ له خاورې ووزي نو د اسلامي خاورې د ازادۍ په ستر اجر او ویاړ کې به داتلانو  په حیث شریک وي .

د نفوذي جهادي کارنامو د دوام په هیله

لیکوال: حبیب مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x