اقتصادنظــر

آیا یواځې پر طبیعي زېرمو اتکا اقتصادي رفاه رامنځته کولای شي؟

زاهد الله محمدي

ځيني افغانان او د افغانستان اسلامي امارت چارواکي چې کله د افغانستان اقتصادي رغونې په اړه غږيږي زیات تمرکز یې د افغانستان په طبیعي سرچينو (زیرمو او کانونو) وي. یوه یادونه باید وشي چې تر اوسه هیڅ یو هېواد په نړۍ کې د طبیعي زیرمو له امله شتمن شوی ندی، او نه په پرمختللی هېواد بدل شوی دی. د طبیعي منابعو په لحاظ شتمن هېوادونه لکه نايجيريا، مکسيکو او وينزويلا د ځينو نورو هېوادونو څخه چې طبیعي منابع نلري غریب دي لکه تايوان، جنوبي کوريا، هانګ کانګ، جاپان او سينګاپور. زیات هېوادونه شته چې د همدغه طبیعي زیرمو له امله په غریب هېوادونو بدل شوي او تر اوسه یې زیات خلک په غربت کې ژوند کوي.

یوه اصطلاح چې په علمي ډګر کې ورته د طبیعي زیرمو لعنت یا Natural resource curse وايي له دې امله کارول کیږي چې ځينو هېوادونو پرځای ددې چې د خپلو طبیعي زیرمو څخه سالمه استفاده وکړي، همدغه طبيعي زیرمو دوی ته ستونزې زيږولي او د غربت په لومه کې بند پاتي دي. په ډيرو هېوادونو کې د طبیعي زيرمو په ویش باندي شخړي رامنځ ته شوي او تر اوسه دوام لري دا ډول جنجالونه زیات په افريقايي هېوادونو کې رامنځ ته کيږي ځکه د دغه لويې وچې زیات هېوادونه په طبیعي زیرمو متکي دي او له بل پلوه پکې توکمونه زیات دي ،مثلا سوډان، روانډا، کينيا او جنوبي افريقا کې له همدي امله خونړۍ شخړي شوي دي. طبیعي زیرمي په دوه ډوله دي لومړی يې Renewable Resource او دویم یې Non-Renewable Resources دي .

د څيړنو په اساس د ختميدونکو زیرمو لکه کاني زیرمي او داسی نورو اغيز د شخړو په رامنځ ته کولو کې زیات دی . پدې موضوع باندی زیاته څيړنه شوي ده ، (Homer-Dixin, 1999) درې لاملونه یاد کړي چې شخړو سبب ګرځي (۱) کله چې په عرضه کې د طبیعي زیرمو د له منځه تللو له امله کموالی راشي (۲) کله چې د نفوسو د زیاتوالي له امله په تقاضا کې زیاتوالی راشي (۳) کله چې د طبیعو زیرمو بې انډوله ویش موجود وي.

په طبیعي زیرمو باندي زیات تمرکز او تکيه ددې سبب هم ګرځي چې هېوادونه په بشري زیرمو پانګونه نه کوي چې دا بيا ددې سبب ګرځي چې ابتکار (Innovation) نه رامنځ ته کیږي، زیات عربي هېوادونه د تيلو ذخيرو درلودلو له امله هيڅ ډول صنعت نه لري ، یواځي د تيلو عایداتو باندي متکي دي، مسکلې کارګر پکې د نورو هېوادونو څخه ورځنۍ چارې پرمخ بوځي.

همدارنګه په طبیعي زیرمو باندي زیاته تکيه کول حکومتونه د لوی اقتصاد پالیسيانو څخه غافله کوي. د طبيعي زیرمو لعنت په اساس د طبیعي زیرمو په ویش د مختلفو قومونو او د حکومتي چارواکو د فساد له امله شخړې رامنځ ته کیږي او ځيني وخت د حکومت مخالفو ډلو لپاره د عاید ستره سرچينه وي، خو په اقتصاد کې لومړنۍ نوبل جایزې ګټوونکي ښځينه اقتصاد پوهې يلېنور اوسټرام وايي چې د مهلي او ځايي بنسټونو په ابتکار سيمه ايز خلک د زیرمو په ویش سره توافق کوي او د شخړو مخنیوی کوي ، د دغه ډول بنسټونو څخه یوه یې چې په افغانستان په ځينو سیمو کې کارول کیږي «ناغه» ده . خو دغه ډول توافق د سيمه ایزو خلکو ترمنځ په ټیټه کچه رامنځ ته کیږي، او یواځي پکې عام المنفعه منابع په نظر کې نیول کیږي، لکه څړځایونه، ځنګلونه، د کب نيونې ځایونه او داسي نور.

څه کول پکار دي ؟

ددې لپاره چې د طبیعي زیرمو څخه سالمه استفاده وشي بايد په بشري سرمایه باندي پانګونه وشي ، ښه حکومتولي رامنځ ته شي او د فساد مخنیوی وشي. د طبیعي زیرمو ویش باید عادلانه وي. همدارنګه د اقتصادي پیاوړتيا لپاره لومړيتوب باید زمونږ طبیعي منابع نه وي ، ددې پرځای په اقتصادي اساساتو لکه د د تبادلي نرخ، صادراتو، پانګونه، سیمه ايز اتصال، لويې پروژو او صنعت باندي زیات تمرکز وشي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

محمدی وروره بدبختی دانده چه څوک نه پوهیږی لو بدبختی داده چه دبل پوهه هم نه اوری نن افغانستان دیو داسی بیسوادوناپوهانوپه لاس کی لویدلۍدۍ چه نه له طبعی زیرموګټه اخستای سی اونه له عقلی علومواستفاده کولای سی ماددنیا ۲۵مملکته لیدلی دی چه عمده یی:جرمنی ۲۴کاله ،امریکا ۳ کاله ،انګلنډ ۲کاله ،جاپان ۳کال امریکاطبعی زیرمی لری اوهم پوهه اوعلم ددنیاپرمخ تللی ملک دی چه هیڅ یوملک نسی ورسره تشبه کیدای بیاجرمنی اوجاپان بیله طبعی زیرموډیرپرمخ تللی دی ددنیادبوهانودتجربواوعقلویی استفاده کړی ده ۱۰۰٪تعلیم یافته دی ډیرهوسااوخوشحاله ژوندلری امنیت یی ترامریکابهتردۍ نوالله دی په موږکی یوتعلیم یافته مسلمان او مخلص دملت په… نور لوستل »

Karwan

اڅکزيه، دا چه ددنيا ۲۵ مملکتونه دي ليدلي دي او هلته دژوند کړي او کوئي، نوويلاي شم چه ته هم دغني په ځير دنړي دوهم متفکر ئي! عقل دي ډير کم دي، متفکر صاحب، ته غواړي يا انتظار لري، چه په پنځو مياشتو کي وطن بايد ګلوګلزار شي يا شوي وي! يو کنډواله هيواد مو طالبانو ته پريښود او اوس په بيشرمانه ډول ترينه معجزه غواړي! ولا ډير بي انصافه خلک ياست! دا معجزي به دپه داشلوکلو کي داول متفکر او رازق خان څخه غوښتي وي! ته پوهيږي، دومره کار چه په دا پنځو مياشتو کي طالبانو کړي، تاسو په… نور لوستل »

وطنجار

اڅکزی صاحب په فلم مو برکت شه.
دی خره لکی له هری خوا لویشت کړی
هماغه یو لویشت ده

غوربندی

په ګوتو او قلم مو برکت شه

ستاسو د خبرو په تایید باید ریاته کړم چې د معادنو استخراج په پراخه پیمانه د معدن او جیولوجي متخصصو اشخاصو ته اړتیا لري تر څو د مناسبو وسایلو په تدارک، او سلامت میتود (د کار روښ) سره د معادنو پروژې پلان او په کار واچوي.

د معادنو له استخراج سره متناسب د بیارغاونې او انکشافي پروژو پلانونه او زماني جداول جوړ او عملی کړا شپ.

معادن یو ډېر لوی علمي او عملي بحث دی،،

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx