اقتصادنړۍ

پاکستان له چین، روسيې او قزاقستان څخه ۵ میلیارده ډالر قرض اخلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،  ۱۱ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د پاکستان مرکزي حکومت د چین، روسیې او قزاقستان څخه د ۵ میلیارده ډالرو د قرض اخیستلو تصمیم نیولی دی.

پاکستاني رسنیو د راپورونو پر اساس پاکستان به د چین څخه درې میلیارده ډالر او د روسیې او قزاقستان څخه دو میلیارده ډالر قرض واخلي.

ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې د چین درې میلیارده ډالر به د اسعاري زیرمو د ثبات لپاره واخیستل شي او د قزاقستان او روسيې څخه دوه میلیارده ډالر قرض به د کراچۍ څخه تر پېښوره د ریل پټلۍ پر جوړولو ولګوي.

راپور زیاته کړې چې د پاکستان ماليې وزارت د دغه هېوادونو څخه د قرضونو ترلاسه کولو لپاره پلان تیار کړی دی او چین ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سفر پر مهال به د درې میلیارده ډالرو قرض ترلاسه کولو هوکړه لاسلیک شي.

پاکستان د چین، روسيې او قزاقستان څخه د قرضونو اخیستلو تصمیم په داسې حال کې نیسي چې څه موده وړاندې د پاکستان مرکزي بانک په یوه تازه راپور کې ویلي وو چې د دغه هېواد  قرضونه او مکلفیتونه له ۵۰ ټریلین (پنځوس زره میلیارده یا شاوخوا ۲۸۹ میلیارده ډالر) کلدارو څخه اوښتي دي.

په دغه راپور کې راغلي وو چې د پاکستان قرضونه د عمران خان د حکومت په یواځې ۳۹ میاشتو کې ۲۰.۷ (شل عشاریه اوه) ټریلین زیات شوي دي.

مرکزي بانک د معلوماتو پر اساس د ۲۰۱۸ز کال جون میاشت کې هر پاکستانی ۱۴۴،۰۰۰ (یو لک څلور څلویښت زره) کلدارې قرضدار و چې د ۲۰۲۱ز کال د ستمبر تر پایه دغه قرض ۲۳۵،۰۰۰ (دوه لکه پنځه دیرش زره) کلدارې ته لوړ شوی دی چې په تېرو ۳۹ میاشتو کې ۶۳ سلنه لوړوالی ښيي.

ایکسپریس ټریبیون به یوه راپور کې ویلي وو چې پاکستان کې د قرضونو بېرته کم جمع کول او د قرضونو زیاتېدل د دغه هیواد د لګښتونو او عواید تر منځ د لوی واټن مستقیمه پایله ښودل کیږي.

همدا راز پاکستان  د خپلې بودیجې لوړ مصرف په دفاع لګوي، او د عوايدو فدرالي بورد د مالیاتو په راټولولو کې تر ډير ناکام بلل کیږي.

یادې ورځپاڼې لیکلي وو چې پاکستان د پخوانیو قرضونو د تادیې لپاره نوي قرضونه اخلي او د سودونو له کبله یې قرضونه ورځ تر بلې زیاتیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx