افغانستانټکنالوژي

د مخابراتو وزارت او پاکستاني پلاوي ترمنځ په دوه اړخیزو همکاریو هوکړه وشوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت او د اترا سرپرست وزیر نجیب الله حقاني پاکستاني پلاوي سره د یوې ناستې په ترڅ کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه هوکړه کړې ده.

د افغان ټیلیکام او اترا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یاد وزارت د بورډ غړو او د ادارې بېلا بېلو څانګو رئیسانو د سرپرست وزیر نجیب الله حقاني په ملتیا د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف او ورسره مل پلاوي سره په بېلا بېلو برخو کې د همکاریو هوکړې ته رسېدلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، «مخابراتو او ټکنالوژ وزارت د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان په پرتله له پاکستان څخه د انترنیت په لوړه بیه اخیستلو، له پاکستان سره د مرین او دارک  نوري فایبر کیبل د نښلونې او پرمختیا، د اقتصادي زیان څخه د مخنیوي په پار د دواړو هېوادونو ترمنځ  په صفري نقطه کې د فریکونسیو اذیت او تداخل څخه د مخنیوي، له منځنۍ آسیا، سیمې او نړۍ سره د ترانزیت لپاره د افغانستان له خاورې د ګټه اخیستنې  او په افغانستان کې د عصري مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ (آی ټي ) آسانتیاوو رامنځته کولو او د مخابراتو او انترنیت برخه کې ددغه هیواد اړتیاوې له پاکستاني پلاوي سره شریکې کړې».

د مخابراتو او ټکنالوژي سرپرست وزیر نجیب الله حقاني په دې تړاو د پاکستاني پلاوي څخه د خپلو تجربو شریکولو او بشپړو مرستو غوښتنه وکړه، چې د سیال پلاوي له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

نوموړي په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په اړه د ګاونډیو هېوادونو رول ګټور وباله او د پاکستاني پلاوي څخه یې وغوښتل، چې د زیربناوو په برخه کې له دغه هېواد سره مرسته او همکاري وکړي.

د پاکستاني پلاوي مشر معید یوسف زیاته کړه چې پر افغانستان د انترنیت خرڅلاو بیو په اړه به بیا کتنه وشي، خو ددې سربېره یې د یاد وزارت څخه وغوښتل تر څو په انلاین بڼه د ځينې پروګرامونو او سافټویرونو څخه ګټه پورته کړي.

د یادولو وړ ده، چې په مخابراتي سکتور کې د دوه اخیزو همکاریو د پراختیا او یو بل سره د تجربو شریکولو په برخه کې د ګډې کمېټې د جوړولو په اړه هم خبرې وشوې.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د ځینې ګاونډي هېوادونو په پرتله د انترنیت بیې خورا لوړې دي چې د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت یې لامل د انترنیت کیبلونو ستونزمن تېرول بولي.

بل لوري ته افغان حکومت او اترا ژمنه کړې چې د انترنیت پراخوالي او بیې کمولو لپاره یې هلې ځلې پېل کړي چې ډیر ژر به یوې پایلې ته ورسیږي.

له دې وړاندې څو ځله د پخواني حکومت او د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت د انترنیت بیو کمولو ژمنې نیمګړې پاتې شوي، چې اوس خلک له نوي حکومت څخه د ژمنو پوره کولو تمه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

دا ډول همکارۍ د خطرونو څخه ډکې وي. د پاکستان سره د دا ډول همکاریو زیان به د ګټې څځه ډېر وي. ځکه هغوی به هڅه وکړي چې د اسلامي امارت او نورو افغانانو پټو معلوماتو ته لاسرسی ومومي. آیا طالبان به دومره حساس او هوښیار وي چې د هېواد ملي او پټ اسرار په داسې همکاریو کې خوندي وساتي. مننه

محمد تراب

د افغانستان د مخابراتي سکتور يوې سرچينې تاند ته ويلي، چې پاکستان د طالبانو په وسيله د افغانستان مخابراتي کمپنۍ غواړي په زوره له مالکانو وپیري او په پيسو کې يې په ښکاره يا ځینې پاکستان پلوه پانګوال شریک کړي، يا يې د طالبانو حکومت مالک او اصلي ګټه پاکستان ته يوسي

طوطی

نور په چا د جاسوس تور مه پوری کوی ځکه چی مخابرات د یوه مملکت پټ راز دی، چی د هغه دی اوس یی کنترول هم پنجابیانو په لاس ورکړل شو چی لدی ورسته به د هر افغان پټ رازونه، نظامی پروګرامونه، امنتی او استخباراتی پټ معلومات ټول د پنجاب لاس کی وی. غلامی نو څه ته وایی. پاکستان د هند خیراتی غنمو ته تر اوسه اجازه نه وکوی چی افغانستان ته را انتقال شی ولی خپله سره غواړی چی د افغانستان خاوره استعمال کړی او تجارت وکړی.

طاهر ثابت

هیله ده دتاند د دروغو ازاری نسئ. هغه کسان چه دانترنت په سیستم پوهیږی هغوی به درته ووایی چه افغانستان دپاکستان ترکمنستان، ازبکستان او تاجیکستان په مینځ کی دی چه نه تنها دافغانستان فایربر آپتیک باید دپاکستان سره وموښلوی بلکه دنورو دولتو دفایبر اپتیک دمزی دموښولو لیاره هم په افغانستان تیریږی. دبین المللی سوداګری دنښلولو لپاره هم دنوی مخابراتی تیکنالوجی ته ضرورت دی. کیدای سی اوسنی مخابراتی شرکتونه دامریکا په اشاره کارونه بند کړی او افریقایی شرکت خو لا اعلان هم کړی. نو په داسی صورت کی باید افغانستان یو بدیل سیستم هم ولری.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx