ورزش

نولس کلن نړیوال جام نیمه پایلوبه: افغان لوبډله سبا د انګلستان پر وړاندې ډګر ته ښکته کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان نولس کلنو لوبډله سبا د انګلستان نولس کلنو پر وړاندې د پنځوس اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې لپاره ډګر ته ښکته کیږي.

افغان نولس کلنې لوبډلې له دې وړاندې په ۲۰۱۸م کال کې د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار موندلې وه چې د استراليا پر وړاندې له ماتې سره مخ شوه.

د نولس کلنو نړیوال جام په کواټر پایلوبه کې افغان لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې له زړه بوږنونکې لوبې وروسته د ۱۳۴ منډو په زړه پورې دفاع وکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې به د سه شنبې په ورځ د ماښام پنځه نیمې بجې د افغانستان او انګلستان نولس کلنې لوبډلې، او د چهارشنبې په ورځ د فبروري په ۲مه نېټه د استرالیا او هندوستان نولس کلنې لوبډلې مخامخ شي.Image

افغان نولس کلنه لوبډله له دې وړاندې په ۲۰۱۹م کال کې د انګلستان پر وړاندې مخامخ شوې چې افغان لوبډلې د ۹ ویکټو په ستر توپیر ماتې منلې وه.

د نولس کلنې لوبډلې مشر روزونکي رئیس احمدزي د لوبډلې په هکله رسنیو ته ویلي چې لوبډله بشپړ چمتو والی لري او په نیمه پایلوبه کې به غوره کارکردګي وړاندې کړي.

هغه بي بي سي سره د مرکې پرمهال زیاته کړه، «افغان لوبډلې په کوارټر فاینل کې په زړه پورې لوبه وکړه، او اسیا جام او اوسنیو نړیوال جام سیالیو کې د لوبډلې د ترلاسه کړې تجربو ډاډه دی، چې راتلونکې لوبه کې به هم لوبغاړي ښه وځلېږي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx