
دغم پروسه وه – شعر
شاعر: اسد الله رزین
۱- ټاکنې کله وې دغم پروسه وه
له نښو ښکاري د ماتم پروسه وه
رحم یی نه ؤ د ستم پروسه وه
منم دې نه، د نه منم پروسه وه
افغانستان درګډوم پروسه وه
۲- دو ی هسی پچی دکتارایښی وی
بل ښورولی پخپل وارایښی وی
هغه غرض ته ښی په شمارایښی وی
په فکراوزغم یی په مدا رایښی وی
ځواک اوشمله درړنګوم پروسه وه
۳- داختلاف د خوریدو خاکه وه
دبد بختی د ډیرید وخاکه وه
داورپه وینویی بلیدوخاکه وه
زموږدتاریخ د شخیدو خاکه وه
ورورپه بل ورورحلالوم پروسه وه
۴- دموکراسی دحلالیدو چاړه وه
دقرابت د پریکیدو چاړه وه
دغیرتونویی سوځیدوچاړه وه
دانسانیت دځوریدو چاړه وه
دسره دښمن دټانک اوبم پروسه وه
۵- (رزینه )اوس په ښه بلاواوښتو
له خپله لاسه په زړاواوښتو
دجوړبدن په اندامیدا واوښتو
دخپل وزرپه ماتیدا واوښتو
دښمن ویل تا ختموم پروسه وه
زابل قلات شار