افغانستان

افغان حکومت د تېر رژیم د معلولو او فلج عسکرو سره د مرستې لپاره طرحه جوړوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،  ۱۲ سلواغه، ۱۴۰۰ل): افغان حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت ته دنده سپارلې چې د تېر رژیم د معلولو او فلج سرتېرو او د هغوی له یتیمانو سره د مرستې په اړه جامع طرحه جوړه او دوی ته دې وړاندې کړي.

د چارو ادارې مطبوعاتي ریاست ویلي دي چې کابینې په ۲۱مه غونډه کې د ریاسة الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ دغه تصمیم نیولی دی.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د لیندۍ پر ۲۹مه هم کابینې د شهیدانو او معلولینو وزارت ته  دنده سپارلې وه چې یتیمانو، معلولینو او مفلوج اشخاصو سره دې مالي مرسته وکړي.

د کابینې د پریکړې له مخې یاد وزارت دې د پلان سره سم د شهیدانو کورنیو ته د هر یتیم پر سر ۲زره افغانۍ، هر فلج ته ۱۵زره افغانۍ او هر د دوو اندامونو معلول ته ۱۰زره افغانۍ د کومک په حیث ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx