افغانستان

کابینې پریکړه: دولتي ادارې د خپلو عوایدو د مصرف اجازه نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه،  ۱۲ سلواغه، ۱۴۰۰ل): افغان حکومت کابینې د وروستي تصمیم له مخې دولتي ادارې د خپلو عوایدو د مصرفولو څخه منع کړي دي.

د چارو ادارې مطبوعاتي ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د کابینې ۲۱مه غونډه د ریاسة الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ وشوه.

یادې ادارې زیاته کړې چې په وروستۍ غونډه کې کابینې پریکړه وکړه چې دولتي ادارې له خپلو عوایدو څخه د مصرف اجازه نه لري.

همدا راز د کابینې د تصمیم له مخې مالیاتي او غیرمالیاتي عواید باید یواځې د بانک له لارې راټول شي.

تر دې وړاندې ویل کیدل چې ځينې ادارو او په بهر کې د افغانستان استازولیو ته مشروطه اجازه ورکړل شوې وه چې خپلې اداري چارې د خپلو عوایدو له لارې مخته ویسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx