شعـــــرونه

دبنګ سړی/ امين

امين وردګ

نن مې ولیدو یو غټ دبنګ سړی
لویه خوله ځوړنده خېټه دنګ سړی

نه یې خوی دی د سړي نه یې کارونه
نه به بل وي پر دغسې رنګ سړی

پلنې تلې پنډه ملا بدرنګ برېتونه
د ابلیس پر نقشه سم د جنګ سړی

په خبرو به ځان داسې درته سپین کړي
ته وا نشته بل تر ده ملنګ سړی

ټول یې پېژني ظالم دی! دروغجن دی
یقیني که خو وي هېڅ د ننګ سړی

که یو زر ځله پرې واچوې دمونه
جوړ به نکړې ترې د ډنګ او بنګ سړی

د خره کتې ته به وکاږي ډانګونه
له (امین) څخه چې ډېر شي تنګ سړی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx