نظــر

غرب دروغ وایي

لیکوال: اسدالله رزین

داسلام اومسلمانانو په اړه دغرب مخالفت دنن خبره نه بلکی ډیره پخوانۍ ده .

دوی نن خپل وحشت اودهشت ته دجوازپیداکولو پخاطر مسلمانان دبنسټ پا لنی په تورتوروی اوداسی ښئ چی : دغرب ستونزه اسلام نه بلکی بنسټپالنه ده .

په دوی هغه متل بیخی رښتیا کیږی چی وایی!

(دروغجن حافظه نلری).

دایی بیخی په یاد هم نه ده چی: په (۱۰۹۵م)کال کی نه کوم اسامه ؤاونه یولسم ستمبر چی: (دویم اربن پاپ) پخپله یوه وینا کی وویل چی: اسلام یوشیطانی دین ده اوماته القاءسوی ده چی: دغه شیطانی دین دځمکی له مخه لری کړه .

او د دوی اصطلاحی مذهبی مشر ټولوغربیانو ته تریوی جنډی لاندی دراټولیدو حکم د نصیحت اووصیت په مذهبی بڼه کی داسی ورکړچی: ددوی په ژبه دشیطانی دین دځمکی له مخه ایسته کول د(ګناهونوکفاره )ده .

د پاپ حکم هسی په بیدیاکی ناری نه سوی پاته بلکی په (۱۰۹۹ م ) کال کی یورپ بیله دی چی یوڅه یی عقل هم غږولۍ وی حکم ته په اطاعت کی خپل منځی ټول اختلافونه یوه لورته کیښودل اوتر یوی جنډی لاندی سره راټول سوو.او(ګرګوری)چی په هغه مهال کی ځان دیورپ رهبرباله د(خدای ښار)نومی کتاب څخه په ګټه اخستو زوراوځواک کارول نورهم خلکوته دجوازبڼه ښه وبریښوله .اوبیعقل اروپایان په یوه جنونی څرنګوالی کی هغه صلیبی جګړی په مسلمانانو وتپلی چی: لیږاوډیرتر دوسوو کلوپوری وږدی سوی.

دروغجنوغربیانو هیڅ ډول لاسوند نه درلود چی: له مخی یی ددومره وږدی مودی لپاره مسلمانان دجنګ په لمبوکی وسوځول.

اویواځی دباب داؤد له مخی یی (۷۰۰۰۰)مسلمانان په ټول ډبرزړه توب سره په قتل ورسول.

عیسویانو نیژدی سل کاله په بیت المقدس خپله نیوکه وساتلای سوای .اوله یادی مودی وروسته بیا صلاح الدین ایوبی (ح)د(۱۱۸۷م)کال دستمبرپه شلمه دجمعی په روځ چی مجاهدینو یی دجمعی لمونځ په شااوخواغرونوکی اداکړبیت المقدس کلابند اوله څورلس روځی جګړووروسته بیرته دخپلواصلی وسیدونکو او امت لومړۍ قبله پاته سو.

دصنعتی اوښتون په ټوله موده کی مسلمانان پخپلو جغرافیوکی ایسار ؤاودغرب په مخالفت کی دیادوړکوچنۍ خوځښت هم ونه کړ ،خوله دی ټولی بیغرضی اوخپلو پولوکی له وسیداسره سره دغربی وحشت له غورا ،پټکو ،ډارونو اوډیرومضرو او بربادونکولاسوهنوخوندی نه سوپاته .

غربیان په ډیره مکاری کرارکرارله خپلو پولوراواوښتل اوپه ټوله اسلامی نړۍ یی خیټه واچوله ترڅودصنعتی اوښتون په لړۍ کی دخپلو اومو موادو اونویومنډیو
کمۍ په زبردستی اوچل دمسلمانوهیوادو له اومو موادو اومنډیوو پوره کړی.

دی دروغجنو او ظالمانو ددی په ځای چی: خپله ناروااوتیرۍ ومنی ددغی بدمرغی ناروااوتیری ګری کړنی لپاره یی دجواز یوه نوی فلسفه وتراشله اوهغه داچی:

غربیان خوجوړسو ی ،اصلاح ،دژوند په ټولو پټو خبر،متمدن اوپه ټولوستاینوستایل سوی خلک دی ،نوځکه یی ‌ذمه واری اودنده جوړیږی چی: په دوی لوریدنی ،ښیګڼی اوزدکړی له ټول انسانیته سره شریکی کړی.

دی ته یی نه ووپام چی : کله داخلاقو نوم اخستل کیږی هرڅوک اودوی هم پوهیږی چی دایواسلامی بنسټ اوکړنه ده.،دمسلمان ګاڼه ده ،دمسلمان ځواک ده ،دمسلمان فضیلت ده ،له نورو دځانګړنی نښه اوټولی ښوونی ،روزنی ،پرمختګونه اوعدالتونه یی ترلمن لاندی اوسیږی.

اومسلمانان بیخی اړتیا نه لری چی: له جاهلیته پوهنه اوانسانیت زده کړی.اویاپه جاهلیت کی دخیر اوانصاف څرک اوپړک ووینی.

اوداچی: مسلمان به کله (ادخلوا فی السلم کافة)ته په کړنو کی هم دره ناوۍ وکړی له نښو داسی ښکاریږی چی : انشاءالله هغه مهال هم ډیرلری نه ده .

صنعتی اوښتون رښتیا خبره ده چی دوی ته ډیره ګټه رسولی ده ،خوزماپه آند یی په اسلامی امت اوځانګړی ډول سره په مشرتابه کی دغلامی بدمرغۍ اوپه زهروککړ ذهنیت پیچکاری کړی چی اغیزی یی تراوسه پوری هم سته اوپری چیچی مو.داځکه چی دصنعتی اوښتون غوښنی لاس ته راوړنی څلورو ی:

۱- مسلمانان یی غلامان کړل.

۲- دمسلمانانو ټوله هستی اواومه مواد یی چورکړل.

۳- دخپل ژوند نظریه یی په زورپری ومنله .

۴- دامت په منځ کی داسی تالی څټی پیدا اووروزل چی : هره شیبه امت ته تاوانونه وراړوی.

غربیانو څه چی غوشتل هغه یی وکړل ،بیرته خپلو هیوادونو ته ورستانه سول ،خوپوره لانه ؤقانع نوځکه یی دخپلی فلسفه اوبدنی له فابریکی دغه بیخی تازه فلسفه هم ورسره راوایستله چی:

اسلام خامخا یولوی دین ؤ،خودغه لوی دین خپلی ټولی ورسره شونتیاوی وکارولی.اواوس انسانیت ته دورکړی لپاره هیڅ هم نه لری.

په دغه موده کی دنړیوالی خاکی پرمخ داسی هیوادونه راښکاره سوواوثابته یی کړه چی : اسلام دمهال تراغیز لاندی نه راځی .اوچی پرون یی څه واکونه لرلی هغه نن هم لری .اوکولای سی چی : په میلیونو انسانان یی نن هم تر سیوری لاندی په ډاډ من امن کی ؤاوسیدای سی.

دغرب ټګانو خپلی اوبدلی فتنی اوفلسفی ارزولی اوچی : کله به یی دبری هیلی ناهیلی یاکم هیلی سوی ،نوبیا به یی بی ځنډه بله پری راخوسی کړه.
غربیانوهمدغه لامل ته په کتوسره چی زړه فتنه یی ښه ونه ځلیده ،نوخکه یی بله پری راوایسته چی:

اسلام بیله شکه یولوی دین اوپه ملیونو پیروان اوملاتړی لری خوداچی:

یواځی دڅووچوعقیدو ،عبادتونو آواخلاقوټولګه ده .

دحکومت اوسیاست لپاره دویلواوکولو هیڅ نه لری،اقتصادی نظام چی: دانسانی ژوند دملاتیر ده له سره پکی سته نه ،اسلام دیوګړی دین ده اودټولنیز ژوند په هکله هیڅ خاکه اواراده نلری.

مسلمانو علماؤ اوڅیړونکو لکه سیدجمال الدین افغان(ح)اونوروبی ځنډه په ټینګو،دمنلووړ اومستندو دلایلو سره ثابته کړه چی:

اسلام بلکل دژوند یومکمل نظام اوځانګړۍ تصور ،دحکومت اوسیاست ځانګړۍ فکراوډیرښایسته ټولنیز نظام لری.

غربی دروغجنو چی: کله خپله دغه نسخه هم ناچله ولیده ،نوبیایی دا آوازی ګرمی کړی چی: مسلمانان دزوراوځواک له لاری ځانونه واک ته رسوی

،خودفرانسی انقلاب چی رښتیا هم دزورانقلاب ؤ اود(ګیوتین )په واسطه دسرپریکولوبی رحمه کیسی یی وس هم ژوندۍ پاته دی دوی یوتاریخ جوړونکۍ او ولسواک ا و ښتون ومانو.

اوبیا چی : کله د(۱۹۹۱م )کال په شااوخواکی دالجزائر دنجات جبه دیولوی اوپیاوړی ولسی ځواک په بڼه کی رامنځ ته اوددوی دبدنامی ولسواکی ترنامه لاندی دټاکنوپه لومړی پړاوکی غوڅ اکثریت ترلاسه کړ،نوبیا ،خووړ اوانصاف داؤچی : دروغجن غرب نه یواځی دولسی اوښتون هرکلۍ وکړی .باید داوښتون د
ساتلو‌ذمه واری یی هم منلی وای ،خوبلکل اپوټه ټولی درواغجنی نړۍ دالجزائر له ولسی اوښتون اوټاکنیز بری سره اړیکی وځنډول .اوفرانسی دالجزائرداردو پواسطه دولسی اوښتون په لاره کی ستونزی راولاړی کړی اودښاغلی عباس مدنی واک یی داسی بی واکه کړچی : دبلی پلا ټاکنو حق هم چا ور نکړ.

دغرب اسلام دښمنی یواځی دالجزائرترپولوپوری ځانګړی نه سوه پاته .

خدای بښلی نجم الدین اربکان په (۱۹۹۵م)کال په ترکیه کی ددوی دولسواکی په لاره اود سیکولر نظام په چوکاټ اوسرپرستی کی په ټاکنوکی برخه واخسته اوپه پایله کی یی دترکی ولس له ښه هرکلی سره مخامخ اوله یوبل تنظیم سره په شریکه چی: خدای بښلۍ اربکان یی لومړۍ وزیرؤ حکومت جوړکړ ،خو غرب داسلام دښمنی په څرخاونوکی راګیراوپری یی نه ښود چی : دحکومت موده دی له یوه کاله اوږده سی.

په فلسطین کی دحماس اسلامی تنظیم اسرائیلواود غرب درواغجنو یوویره اچونکۍ تنظیم ونوماؤ ،خودمهال په تیریدو سره بیا داسی هم وسول چی: حماس دیوه سیاسی تنظیم په بڼه کی ځان جوړ اودمبارزی اوسیالی ډګرته راووت.

دولسواکی دټولو غوښتنو له پوره کولووروسته یی په ټاکنو کی برخه واخسته .

حماس له دی کبله چی : داسلامی بنسټونو په رڼاکی دفلسطین دمسلمان ملت زړونه هغوی ته دبی بیلګی چوپړ په پایله کی ګټلی ؤ،نوځکه یی په ټاکنیزبهیرکی دحماس ایمانداری اونه ستومانه کیدونکی منډی ترړی په سترګوکی وی اود پراخ لاسی واک لپاره یی پخپلو له غیرته ډکو رأیوونازاؤ .اوحماس بیله کوم اشرباڼی د حکومت جوړولووړ ،حکومت یی جوړکړاو ښاغلی اسمعیل هنیة دفلسطین دلومړی وزیر پحیث دلوړی له مراسمو وروسته په کارپیل وکړ،خوښاغلی هنیة هم دغرب داسلام دښمنی په پایله کی ایله یوکال دټول فلسطین لومړۍ وزیرپاته سو.

داسلام اومسلمانانو پرمختګونو لاهم هغسی مخ په وړاندی غورځنګونه وهل چی:

دیولسم ستمبر پیښه رامنځ ته اودمسلمانانو اوغرب اړیکی ترسیوری لاندی راوستل اوغرب پیښی سوی پیښی ته په کتو سره وویل چی: زموږ موخه اسلام نه بلکی بنسټ پالنه ده موږله اسلامی خوځښتونو سره هیڅ ډول ستونزه نه لرو.

زموږستونزه القاعده اوطالبان دی.

دوی له دی کبله چی: دحافظی په نیستی اخته ؤ،نوځکه یی په الجزائرکی له ښاغلی عباس مدنی،ښاغلی نجم الدین اربکان اوښاغلی اسمعیل هنیة سره داسلام دښمنی ترسرلیک لاندی ټولی نارواوی هیری وی .

اخوان المسلمین له پیله دیوامن غواړی سیاسی اوولسواک تنظیم په توګه نامتوؤ.

هغوی هم دمصری اردوپه پالنه کی ټاکنی وګټلی ،خودیوکال په پوره کیدوسره یی

بیله کوم موجه دلیله له واکه بی واکه کړ،خودوی یی لااسلام دښمنی نه بولی.

دغه اوس اوس دانګلستان پخوانی لومړی وزیر (ټونی بلیر)غرب ته سلا ورکړی چی: له روس اوچین سره ځان په ستونزو کی مه راګیروی ځکه چی: زموږ

ټولو ګډ دشمن اوبنسټیز خطراسلام اواسلامی خو ځښتونه دی.اوغربیانوترتونی بلیرډیر له مخی لا نه یواځی په مصر بلکی په ټوله اسلامی نړۍ کی د تونی بلیر په ویلو کړنه روانه ساتلی وه.

سوریه بیخی تباه سوی ده یونیم لک خلک په ډیربد مرګ مړه سوی دی .ترلسولکوډیرمسلمانان یی له کورونو په ایستلو اړ ایستی دی.اودژوند په ډیروویرونکو شرائطو کی شپی اوروځی تیروی.

په سوریه کی دلس سلنه علویانو پاچا لیوه ته ورته سپایانو دعزت لوټونی ټول تیریادونه شاته پری ایښی دی.

په کلابندو سیمو کی داسلام په ګناه مجرم مسلمانان له نوی سره دلوږی اوفقرتاریخ لیکی اودژوندی پاته کیدو یواځنۍ وسیله یی دوښو خوراک ده ،خو امریکا اوغرب نه دی تیار چی دعلوی پاچا بشارالاسد تخت دی رانسکور سی ځکه چی پځای یی بیا اسلامی حکومت راځی .

مزدوری اودښمنی رسنۍ کله کله تبصری کوی چی: دښاغلی مرسی صاحب دحکومت په مخالفت کی په مصرکی مظاهری سړکونوته راووتی ،نوځکه وړؤ

چی: دمرسی صاحب حکومت نسکورسوی وای .اوحال داچی په یورپ اوامریکا کی په مظاهرو بیخی حکومتونه نه ړنګیږی.

غربیان دهرچاعیب ته ګوته نسی اودمسلمان خوستاینه هم په عیب کی ورشماری، خودخپلوګوډاګیانو عیب هیڅ عیب نه ورته ښکاریږی .

همدغه لامل ده چی: دوی دسیسی دډیری لیږی مودی وحشت چی : د څو میاشتوپه اوږدوکی شپاږزره کسان په ټوله بیرحمی په قتل رسولی ،۲۳۰۰۰په زندانو کی مرګ ته په لاره کی اوسی.

داخوان المسلمین (۶۶۳)کسان یی په مرګ محکوم کړی چی: ددی ټولوپه محاکمه کولویواځی (۸)دقیقی لګیدلی دی.

په داسی حالت کی چی غرب په نوره دنیاکی دمرګ په سزا محکوموته دسزاورکولواجازه نه ورکوی.اوپه مصرکی چی : دمرګ دسزا نندارتون جوړده دغرب چورت هم نه ده خراب.

مهاتیربن محمد دمالیزیا څلورم ولسواک نه کوم جهادی اونه کوم بنسټ پال شهرت درلود ،خویواخی اویواځی دیواسلامی هیواد دولسمشر په توګه دهیواد مالی زیرمو اواقتصادی پرمختګ ته ډیرمخ ورواړاؤ اودمخ وراړولوپایلی یی هم په زړه پوری وی .مهاتیر محمد ساینس اوټکنا لوجی وګړنیزه یاعامه کړی وه.اوله غربه سره ټوله راکړه ورکړه یی هم دغربی بنسټونو په لاره روانه کړی وه.

په مالیزیاکی دمدرسی دغه شته ذهنیت هم نه ؤ،خوغربی درواغجنو هغه هم ونه سهلای سوای .اومهاتیربن محمدیی اړکړترڅوخپله چیغه دارنګه دباندی راوباسی:

غرب غواړی زموږ دپنځوسوکلومنډی ترړی اوپرمختګ په څواونیوکی له منځه یوسی.

مهاتیربن محمدله څواونیو پټی خولی وروسته چی نه طالب ،نه القاعده اونه اخوانۍ ؤدغرب دیوه ټینګ ااوپیاوړی مخالف په بڼه کی ډګرته راووت.
په ترکیه کی له رجب طیب اردوان سره چال چلند دغرب داسلام دښمنی یوه بله  تازه اوښکاره بیلګه ده داچی:

ترکیه په قانونی لحاظ یوسیکولرهیوادده او اردوان هم غاړه ورته ایښی ده ،خواردوان هم مهاتیرته په ورته والی کی دترکیی ا قتصادی پرمختګ خپله موخه وټاکله .اولس کاله کیږی چی:

په اروپایی اتحاد کی دغړی توب لپاره منډی ترړی هم وهی ،خوله دی ټولوسره سره یی اسلام دښمن غرب په مخالفت کی پوره لګیا اوکله کله ،خومظاهری هم ورته راباسی .

اردوان یی ډیروځوراؤ اواړیی یوست ترڅوبیله نوم اخستلو ووایی چی: له پولودباندی پردی ځواکونه زیارباسی اودسیسی جوړوی چی: قانونی حکومت مو
راونړوی.

اوپه دغه لړۍ کی یی د(فتح الله ګولن )نوم واخست.

فتح الله ګولن دترکیی اوسیدونکی اودترکیی په اردو،عدلیه اونوروحکومتی دفترونوکی ډیراغیزلری.

دفتح الله ګولن په باره کی بیخی دنظراتفاق ده چی: هغه په امریکاکی اوسی اوامریکایانویواځی اویواځی داسلام دښمنی اوداردوان صاحب دحکومت دنسکورولولپاره په امریکاکی ساتلی اودکارولولپاره کارپری کوی.

زما په آندخوددی ټولوتیروپیښو دا پایله راوتلای سی چی:
دغرب ستونزه اسلام ،دهغه پرمختګ اوداسلامی امت دبدبه اوعظمت ده .
اودغرب یاددواړه ټکی نه خوښیږی .که یی دظهورمظهرهره جغرافیه اوهرڅوک هم سی.
رزین ۲۶/۶/۲۰۱۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x