نظــر

د اوکراین ستونزه او زموږ مسؤلیت «لومړۍ برخه»

محمدشفیق صادق
اوکراین چې په ختیځ کې اروپا پروت هیواد دی د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو یو جمهوریت و، چې د شوروي اتحاد له ورانېدو وروسته په ۱۹۹۱ میلادي کال د خپلواک جمهوریت په توګه په نړیواله سطحه ومنل شو، دا جمهوریت چې د روسیې د فدراسیون او د ناټو د ټلوالې د هیوادونو تر منځ د حائل بڼه لري، د ۱۹۹۴ میلادي کال را پدېخوا د لوېدیځ او روسیې ترمنځ د ناندریو او د خپلولو میدان ګرځیدلی، دواړو لوریو هڅه کړې تر څو خپل پلوی د اوکراین ریاست ته پورته کړي، د انتخاباتو په ترڅ کې روس پلوي جمهور ريس ویکتور یانوکویچ ماته وخوړه او روسیې ته په تېښته بریالی شو، په ځای لویدیځ پلوی الکساندر تورچینف موقت جمهور ريس شو، د نوموړي واک ته په رسیدو په (۲۰۱۴) کال روسانو په کریمیا او ختیځ اوکراین یرغل وکړ او دا سیمې یېله اوکراین څخه ونیوې ،ورسره د اوکراین په ختیځ کې د څو کلونو راپدی خوا سړه او توده جګړه روانه ده، د اوکراین لویدیځ پلوه مشران غواړي د ناټو په بلاک کې ددې هیواد په غړیتوب سره ځان د لویدیځ په عسکرو د روسانو له نورو یرغلونو وساتي، بل خوا روسان په دې ویره کې دی که اوکرانیان د ناټو غړیتوب تر لاسه کړي، نو له یوې خوا به د دوی تر څار لاندې اوکراین چې پخوا د شوروي برخه او ګڼ روسان پکې ژوند کوي له واکه ووزی، بل خوا به ناټو د دوی پولو ته ورورسیږي، دا په داسې حال کې چې روسان په ځانګړې ډول (پوتین) غواړي د پخواني شوروي اتحاد د امپراتورۍ سیمه تر خپل کنترول لاندې وساتي او چاته اجازه ورنه کړي چې ددې امپراتورۍ ماتې برخې په خپلو کې سره پیوسته کړي، له همدې امله یې د پخواني شوروي اتحاد د څو مستقلو جمهوریتونو سره په مختلفو نومونو څو داسې تړونونه لاسلیک کړي چې تل به یې تر څار او واک لاندې ساتي چې ښکاره بیلګه یې په تاجکستان کې پراته عسکر او د قزاقستان د پاڅونونو ځپل دي.خو د اروپایې برخې جمهوریتونه بیا په دې ویره کې دي چې که د روسانو اوسنی تهاجمي او بې باکانه سیاست روان وي، نو دوی به هم په زور یا رضا تر خپل پخواني چتر لاندې راولي، له همدې امله اوکراین په شا ډبوي او (شاباش ورته ټینګ شه موږ درسره یو) سیاست په مخ وړي
روسانو ولې په دې وخت کې د اوکراین موضوع را دبره کړه؟

له افغانستان څخه د امریکایانو او (ناټو) تېښته روسانو ته ښه فرصت په لاس ورکړ چې په همدې وخت کې د اوکراین موضوع یو اړخ ته کړي، دوی په دې باور دي چې لویدیځ په افغانستان او منځني ختیځ کې د اوږدې جګړې او ماتې وروسته د بلې جګړې لپاره اراده او لېوالتیا نه لري، دا له دې کبله چې دوی په ډیر زحمت د افغانستان له جګړې خپل ځواکونه د ډیرو (شرمونو په منلو) را وایستل او دې جګړې نه یوازې امریکا ته په مالي برخه کې دروند زیان ورساوه بلکه په نظامي ډګر کې یې هم معنویات له لاسه ورکړي، له بلې خوا په نړیواله کچه دا باور دی چې د امریکا اوسنی جمهور ريس (بایډن) د تېرو دریو لسیزو د واکمنو په پرتله تهاجمي تصور نه لري، هڅه کوي پخواني ټپونه ملهم کړي، نو روسان فکر کوي چې که امریکا د روسانو په وړاندې د مقابلې اراده ونه لري، نور لویدیځ وال او اورپایان خو په هیڅ صورت نه غواړي په اروپا کې د یوې بلې جګړې لمبې پورته شي همدا لامل دی چې ټوله ناټو یوازې د یرغل په وړاندې د دفاع او بندیزونو خبره کوي.

د نړۍ اوسنی حالت او د دواړو ټلوالو هڅې:
مخکې له دې چې دا پوښتنه ځواب کړل شي، اوسني نړیوال حالت ته به سر ورښکاره کړو تر څو موږ (افغانستان) پکې خپل موقف درک کړای شو، د شوروي اتحاد په له منځه تللو نړۍ د لویدیځ په لاس کې ولویده، دوی پکې نوي دښمنان او دوستان د خپلو ګټو په اساس رامنځ ته کړل، د تروریزم په نوم جګړه یې په اسلامي نړۍ وتپله او ګڼ اسلامي هیوادونه یې پرې وځپل. خو د روسانو په بیا را دبره کیدو نړۍ په چټکۍ د دوه قطبي توب لور ته روانه ده، یوې خوا ته د روسانو او چینایانو په مشرۍ ټلواله چې د شانګهای تړون ځینې هیوادونه، شمالي کوریا او ایران ورسره سر ښوروي را د بره کیدونکې ده، بل خوا ته ناټو، اروپایان او ورسره یې نړيوال ملګري دي چې د روسانو د بیا را دبره کیدو د خطر زنګونه کړنګوي.. دا خطر اوس په اوکراین کې له نظریې څخه عمل ته را وتلی، نو کیدای شي دا دوه ټلوالې په راتلونکې کې د لویو پیښو لامل او د نورې نړۍ ترمنځ د لویو سیالو لامل شي.

له څو کلونو راپدې خوا روسانو او چینایانو هڅې پیل کړي تر څو په نړۍ کې نوی ملګری، د پښو ځایونه او له لاسه وتلې سیمې بیا ومومي، روسانو عملاً په سوریه، لیبیا، تاجکستان، ارمینیا، اذربایجان او ځينو افریقایي هیوادونو کې ځواکونه ځای په ځای کړي او هلته یې پخې اډې جوړې کړیدي، بل خوا چینایان هم د خپلو اقتصادي او عمراني پروژو په پلي کولو توانیدلي د نړۍ لر او بر ته ځان ورسوي، همدا اوس منځنی ختیځ او د افریقا لویه وچه د لویدیځ او چین ترمنځ د مسابقې ډګر دی، همدا شان چین غواړي د همدې موقع څخه په ګټه اخیستنه د تایوان جلا شوې سیمه (هیواد) بیرته له خپلې خاورې سره ونښلوي او دا لانجه هم پای ته ورسوي، شمالي کوریا خو هره ورځ د توغندیو په توغولو جنوبي ملګري ته تورې برېښوي. همدا اوس داسې خبرونه خپاره شوي چې روس، چین او ایران به ګډه بحري تمرینونه تر سره کوي چې دا په خپله د یوې ټلوالې او راتلونکو لوبو لپاره د تیاری معنی لري.
خو ځینې نور هیوادونه شته چې په ښکاره د یوی او بلي ډلې ملاتړ کوي خو خپلوملی ګټو ته لومړیتوب ورکوی او د دواړو ټلوالو له اختلافاتو خپله ګټه اخلی چې په دی برخه کي ترکیه او هند یې ښه مثالونه دی ، دا هیوادونه د خپل رغنده سیاست په لرلو توانیدلی چې د دواړو ډلو څخه په ګټنه اخیستنه ، خپل مستقل سیاست ولری ، سره ددې چې هند له پخوا څخه د بی طرفه هیوادونو په ډله کې خپل رول لوبولی خو ترکیي د دوولسیزو راپدي خوا د خپلو ګټو په بنیاد خپله تګلاره ددواړو ډلو په منځ کې روانه ساتلي چې همدا یی د بریالیتوب لامل دی.

په اوسنۍ نړۍ کې زموږ موقعیت:
زموږ هیواد چې تازه د اشغال څخه د استقلال ډګر ته داخل شوی، د خپل ستراتیژیکي موقعیت په درلودلو د دواړو ټلوالو د توجه وړ دی، موږ د نړۍ په ډېره حساسه نقطه کې ژوند کوو دا نقطه د اقتصادي او سیاسي اړخه د نړۍ د بام او د اسیا د زړه بڼه لري، له دې ځایه د نړۍ لویې تجارتي ځمکني او هوایي لارې تیریږي، روسیې او چین ته د نژدې والی او د خطر د کمولو له امله ډیر مهم دی او لویدیځ ته، په اسیا کې د زړه له لاسه راوړلو او په سیمه د څار لرلو له امله ډیر مهم دی، که د لوېدیځ لاس له دې سیمې لنډ شي نو په دې سیمه کې له پاکستان پرته نور ملګري نه ورته پاته کیږي چې هغه هیواد هم د لویو ستونزو په منځ کې مجبور دی د تل په شان دوه مخی سیاست غوره کړي، نو لویدیځوال مجبور دي چې یا د تاوانونو په منلو او په خپلو اصولو په سترګې پټولو زموږ د هیواد له نوي نظام سره دوستانه اړیکې وپالو یا مو یو ځل بیا، د روس او چین په خلاف د نویو جګړو ډګر ته ورټیل وهي تر څو هغه هیوادونه ناآرمه وساتي، خو په هیڅ صورت نشي زغملی چې افغانستان د روسيې په ټلواله کې شامل شي.
نو زموږ د هیواد چارواکو ته دا ښه فرصت دی چې د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره تر هرڅه مخکې کورني اختلافات او تربګني هوارې کړي، پس له څلورو لسیزو اړ دوړ وروسته چې) ملت یې د نشنلستي تصوراتو بدبویه ډنډ ته ورخطا کړې(د ملي توب، ملت پالنې او همغږۍ خوا ته هیواد روان کړي تر څو چاته د لاسوهنې فرصت برابر نه شي، په دوهم پړاو کې د دواړو ټلوالو سره د خپلو ملي منافعو په اساس داسې اړیکې وپالي چې یو هم د دښمنۍ احساس ونه کړي او ملي ګټو ته په نړیوالو انډولونو کې لومړیتوب ورکړي، د داسې ملګرو هیوادونو په لټه کې اوسي چې د استعماري تصور په خلاف د همکارۍ روحیه ورسره وي او هغه هیوادونه ځان ته را نژدې کړي چې زموږ سره مشترکات ولري او زموږ حاکمیت او استقلال ته درناوی وکړي.

د اوکراین د تودې او سړې جګړې په ترځ کې د کاملاً بې طرفه او مسالمت امیز سیاست غوره وکړي او د هیڅ ډلې په پلوي نه په سیاسي او نه په نظامي ډګر کې همکاري وکړي په دې سره به موږ توانیدلي وو چې د په خپلو پښو درېدلو لپاره ګړندي ګامونه اوچت کړو.

ایا په اوکراین کې به روس او لویدیځ سره ونښلی؟
ددې پوښتنې ځوابول ځکه ګران دي چې په سیمه کې حالات ورځ تر بلې بدلون مومي او وړاندوینه ګرانه ده، خو حالاتو ته په کتو ویلی شو چې د روسیې او لویدیځ ترمنځ د یوې لوېې جګړې د رامنځ ته کیدلو احتمال ډېر کمزوری دی. له یوې خوا لویدیځوال د جګړې سره علاقه نه لری، بل خوا روسان هم پوهیږي چې د جګړې په صورت کې به دوی هم لوی زیان وویني او په روسیه کې به هم د پوتین په خلاف د خلکو غږونه پورته شي. نو دوه احتماله وجود لری:

۱- کیدای شی لویدیخوال د روسیی سره په دیپلوماتیکولارو چارو داسی ټکې ته ورسیږي چې روسان له یرغل څخه لاس په سر او ناتو په اوکراین کې له مداخلې لاس په سر شي او داسې یو نظام هلته راشي چې دواړو لوریو ته د حايل او مانع بڼه ولري، ځکه روسانو هم دا غوښتنه کړي چې ناټو باید په لیکلي ډول موږ ته ډاډ راکړي چې اوکراین په ناټو کې نه ورګډوي، که داسې ونه شي نو روسان مجبور دي د خپلو روس پلوه ملګرو په واسطه د اوکراین په دننه کې داسې یوه جګړه را منځته کړي چې ملاتړ به يې روسان کوي خو جګړه به داخلي بڼه لري، تر څو د اوکراین لویدیځ پلوه ولسمشر خپله د ناټو څخه د لرې والی اعلان وکړي دریم احتمال د روسانو یو چټک برید دی چې د تېرو احتمالاتو د ناکامۍ په صورت کې به روسان (لکه په کریمیا ) یرغل کوي او د څو ساعتونو په ترڅ کې به خپل ټانکونه د اوکراین لویدیځ سرحد ته رسوي او لوبې ته به د پای ټکی ږدي، خو دا کار د ډېرو نورو ستونزو لامل کیدی شي.

۱- لویدیځوال په اوکراین دننه ځواکونه لری، دوی مجبور دي د خپلو ځواکونو او روسانو د پرمختګ په وړاندې مقابله وکړي.
2- لویدیځوال په دې بوهیږي چې د روسانو موخه یوازې اوکراین نه دی که نن اوکراین ونیسي، سبا به د رومانیا او بلغاریا غوښتنه کوي، بله ورځ به د اوستینیا او لیتوانیا… نو دوی مجبور دی د روسانو مخه ونیسي.
۳- د روسانو غوښتنه منل به د لویدیځ لپاره له افغانستان وروسته دوهمه ماته وي چې روسان به نور هم زړو او په براخه لاسوهنو لاس پورې کړي، نو دې ستونزو ته په کتو ګرانه به وي چې روسان یوه اړخیزه جګړه پیل کړي او یا لوېديځوال له خپلو غوښتنو را په شا شي.
داسې احتمال شته چې را تلونکي دوشنبه د امنیت شوری کې امریکا دا ستونزه مطرح کړي، خو که روسان پوه شي چې دلته ددې خبرې مطرح کول یې په تاوان دي نو د وېټو له حق څخه به ګټه واخلي او اجازه به ورنه کړي چې په خلاف یې په امنیت شوری کې کوم پریکړه لیک پاس شي، امریکایان هم په دې پوه دي خو، کیدای شي امنیت شوری روسانو د عدم مداخلې توصیه وکړي او د مزاکراتو میز ته یې راوبولي.
د جګړې په ډګر کې به(چې زه یې احتمال کم وینم) دواړه لوري لوی تاوان وکړي چې جبران به یې سخت وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

خبره خو دا ده چی لویدیځوال یا لویدیځ نن سبا په حقیقت کی یوازی او یوازی امریکا او انګریز ګڼل کیږی، دا نور لویدیځ وال ( خصوصاً اروپائیان ) زما زامن اصلاً د اوکراین په غم کی نه دی او نه اوکراین ور ته مهم دئ بلکه اروپا خصوصاً المان او فرانسه او حتی جنوبی او شمالی اروپا د روسئې ګاز ته ټینګه اړتیا لری او د روسئې سره د ښو مناسباتو غوښتنه کوی خو له بلی خوا ئې روحی او نظامی وضعیت د ناټو ( په حقیقت کی د امریکې او انګریز) په منګولو کی یرغمل سوئ او د… نور لوستل »

دکتور مجاهد

د اوکراین د ستونزی او زموږ دمسولیت به اړه: کیدی شی په دی اړه د یوی لیکنی اړه وی تبصره کی ځای په ځای کول به یی ستونزمن وی بیا هم څه به ولیکم او هغه دا چه : روس او امریکا او نور ټول استعماری نظامونه چه هر وخت وو، دی او وی به ( د استعماری ګټو په ویش کی سره دشمنی لری ) مګر د اسلامی امت او اسلامی نظام مقابل کی یو قطب، یو موټی، یوه خوله، یو دریز او یو سنګر لری دا ځکه چه د اسلامی نظام عدالت د دوی د مظلوم بشریت د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx