افغانستان

 کابل: افغانۍ د ډالر مقابل کې یو ځل بیا ارزښت ترلاسه کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د کابل د سرای شهزاده صرافان وايي چې د نن ورځې د صرافۍ ازاد بازار بندیدو سره د یو ډالر ارزښت ۹۹ افغانۍ ته راښکته شو.

د تېرو څو ورځو راهیسې افغانۍ د ډالر مقابل کې ارزښت موندلی دی. شاوخوا یوه اونۍ وړاندې یو ډالر په ۱۰۴ تر ۱۰۵ افغانۍ تبادله کېده.

د چارو شننونکي د ډالر مقابل کې د افغانۍ ارزښت لوړيدل د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان ته د نغدو ډالرو راوړل؛ د ډالرو پر قاچاق بندیز او پر بولۍ بندیز ښودلی دی.

څه موده وړاندې افغانۍ د ډالرو مقابل کې بې ساری ارزښت د لاسه ورکړ او یو ډالر تر ۱۲۴ افغانۍ تبادله کېده. خو د حکومت تر مداخلې وروسته افغانۍ ارزښت ترلاسه کړ.

د افغانۍ مقابل کې د ډالرو د ارزښت کمېدو  لاملونه هغه مهال د ډالرو د قاچاق، په مارکېټ کې د فزیکي ډالرو نشتون او د یو شمېر صرافانو له خوا په مصنوعي ډول د ډالرو د نرخ لوړول ښودلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx