
که نن امام ابوحنيفه او امام شافعي ژوندي وای!؟
حسان مجاهد
موږ په داسې زمانه کې قرار لرو چې له هرلوري د بې دينۍ او ګمراهۍ فتنې رارواني دي؛ کفار د باطل دين په خپراوي کې ډير وړاندې تللي دي؛ د ځوان نسل د تباهۍ لپاره له هرې ممکنې او غير ممکنې لارې کار اخلي.
نن مسلمانان د فکري جګړې او باطل په وړاندې د مقاومت روحيه نه لري او خپلو ديني ارزښتونو ته داسې نه دي ژمن لکه اسلاف مبارکان؛ ځکه چې هغوی د دين د دفاع لپاره سرونه او مالونه نذرانه کړي وو.
په ۱۹۶۶ م کال کې د ندوة العلماء په مدرسه کې د وخت مشهور او نامتو مفکر مولانا سيد ابو الحسن علي ندوي رحمه الله تعالي يوې غونډې ته په وينا کې داسې وويل: «زه په پوره همت سره ويلی شم چې که نن امام ابوحنيفه، امام شافعي، امام مالک او امام احمد (رحمهم الله تعالی) ژوندي وای نو د علم فقه تدوين به يې پريښې وای او د معاصرو فتنو او بې دينيو سره به يې مقابله شروع کړې وای؛ نن ابوعبیده او خالد ابن وليد (رضی الله عنهما) د ويلو توان نلري؛ خو د حال په ژبه وايي ای مسلمانانو! موږ په خپل ژوند کې يوه لحظه د الله تعالی د دين د نفاذ لپاره نه ده سپمولې؛ موږ نن دنيا ته نشو راتلای او دا دروند کار(د فتنو او الحاد سره مقابله) ستاسو په اوږو پروت دی.
نو مسلمانانو! اتفاق اختيار کړئ او د نن زمانې فتنو، الحاد او بې دينيو په وړاندې ښه مقابله وکړئ!».
الله تعالی دې په موږ کې د خپل دين د دفاع او خپراوي جرئت او د باطل په وړاندې د مبارزې روحيه پيدا کړي.
کاشکی دهمدی مذهبو پیروانو همهغه اصلی تفکر، دیو بل نه زده کول او دیوبل احترام ساتلی وای. متاسفانه دهغوی نه وروسته دمذهبی ریاستو په ګټلو دمذهبو په مینځ کی دیوالونه ودریدل او دامام شاطبی په ډول علماوو او نورو کوششونه کامیاب نسول. زه دامام شافعی دالام کتاب وپوهولم چه دهغه او دامام ابویوسف او امام محمد په مینځ کی ترکومه خلاصه فضا موجوده وه. تاریخ ویلی امام شافعی دامام محمد دمدرسی اوسیدونکی دهغه له شاګردانو سره به یی مباحثی کولی ترڅو خپله امام محمد هم ورسره بحث شروع کړ. امام احمد دامام محمد ټول کتابونه ویلی او دهغه نه دزدکړی… نور لوستل »
له مذاهبو ادین او په ځانګړی ډول اسلام جوړول یوه بله ستونزه او فتنه ده او د ( وعتصمو بحبل الله جمیعا ولا تفرقو ) سره تناقض اړخ کی قرار لری. د مجاهد صاحب دا خبره سمه ده چه که د تیر وخت علما او په ځانګړی ډول هغوی چه موږ یی د مذاهبو مشران ګڼو ژوندی وی د مذاهبو خبرو په ځای به یی د معاصرو فتنو او بی دینیو سره مقابلو ته به یی مخه کړی وی، دا ډیره معقوله خبره الندوی صاحب کړی ده. دا سمه ده چه انحضرت ص موږ ته د هغو کړنو د حل… نور لوستل »
بیانزی سیب سلامونه دکوم ایت ذکر چه مو کړی هغه باید له څه تاویل سره ووایو. دهغه حدیث شریف چه وایی زما دامت خلاف رحمت ده په رڼا کی ځان باندی پوه کړو. په قران شریف او احادیثو باندی پوهیدل مشکل دی او دهر انسان مغز هم نبوغ نلری. وایی علم بحر ده چه له دریابونو نه جوړ سوی. هم دا دریابونه به همیش روان وی. داسلام پوهه هم په همدی شان وګڼه. داسلام پوهنه به داختلافاتو نه ډکه وی. یو نظر یو وخت دخلکو له پوهی جګ وی او بیا راتلونکی نسلونه باندی پوهیږی. زما یو مضمون په یاد… نور لوستل »