ادبي لیکني

ناخبره ضرورت «لنډه کیسه»

وقار ابراهیمي

آسمان خړو ورېځو نیولی و، ورسره هوا هم لوخړو او ګردونو نیولې وه.
څپانده باد د پارک مخې ته کثافات دانۍ څخه پلاستيکونه هوا ته پورته کول.
د پارک مخې ته تېرېدونکو کسانو خپل مخونه د څپانده باد له امله کلک بند کړي وو، يوازې سترګې یې ښکاره کېدې، هغه هم دومره چې لاره پرې وویني.
د سرک پورې غاړې څخه ور ها خوا دېوال ته یو کوچنی هلک او يوې کوچنۍ نجلۍ د ګردجنې هوا له امله ځان څنګ ته کړی و، دواړو ځانونه د دېوال پورې کلک نیولي وو، له ځان سره یې دوه لوی پلاستیکونه نیولي وو، یو نیم ځل به یې سترګې سره وموښلې.

شېبه وروسته…
هلک له نجلۍ یو دوه قدمه راتېر شو، یو څه ته یې په ځیر کتل، هلک یو ناڅاپه منډه کړه، د سړک نه پورې غاړې ته یې د تللو هڅه کوله، یو ځل ناڅاپه بیا ودرېد.

د نجلۍ په لور یې وکتل.
بیا یې ناره کړه.
هله څانګې، ژر کوه پلاستیکونه ټول باد ویوړل، کور ته به څه وړو!!
هلک هماغسې په سړک کې ولاړ وو، وړاندې موټر په چټکۍ سره روان وو، موټروان هارنونه وهل، د‌ سړک بلې خوا ته کوچنۍ نجلۍ بې پامه د هلک په طرف منډې وهلې، د موټر څخه نږدې فاصله کې انجلۍ تېره شوه، پښه یې بنده شوه، په ځمکه وغورځیده.

وړاندې موټر برېک ونیو، موټران ترې په بېړه کوز شو.
په غوسه یې هلک او انجلۍ ته کتل، په بدو ردو یې شروع وکړه.

-کور نه لرئ، بې ادبې مور او پلار څنګه تربیه در کړې ده.
هلک او انجلۍ خپل سترګې د موټروان په سترګو کې نښتي وي.
شېبه ورسته موټروان روان شو.
انجلۍ پورته شوه، د لاس څنګ برخه یې په وینو ښکارېده، یو ځل بیا انجلۍ او هلک شاته وکتل، په چټکۍ سره د پارک د دروازې تر څنګ اېښي کثافات دانۍ په لور په منډه وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx