ورزش

نولس کلنو نړیوال جام: افغانستان په وروستیو شېبو کې له ماتې سره مخ شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د نولس کلنو پنځوس اوریز نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې افغان ۱۹ کلنه لوبډلې د انګلستان نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې د ۱۵ منډو په توپیر ماتې ومنله.

د نیمه پایلوبې وروستۍ شیبې جالبې وې، چې افغان توپ وهونکو سخته لوبه اسانه کړه، خو په وروستیو ۴  اورونو کې یې ویکټې له لاسه ورکړې او ماتې یې ومنله.

د نولس کلنو نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبې پچه انګلستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، دغه لوبه د اورښت له کبله درې اورونه کمه شوې وه، چې انګلستان په ټاکلو ۴۷ اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۳۱ منډې جوړې کړې.

افغان توپ اچونکو په وروستیو شپږو اورونو کې ۶۷ منډې ورکړې، چې انګلستان ته یې د هدف په لوړوالي کې مرسته وکړه.

نور احمد په زړه پورې توپ اچونه وکړه او په خپلو لسو اورونو کې یې ۳۲ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي وسوځول. دغه راز نوید ځدران ۲، ننګیالۍ خروټی، او اظهار الحق نوید ۱-۱ ویکټه واخیستله.

افغان لوبډلې د هدف په تعقیب کې ښه پېل وکړ، خو زیات توپونه له لاسه ورکولو د هدف بشپړل ستونزمن کړل، په وروستیو کې د نور احمد چټکې توپ وهنې یو ځل بیا هیلې راژوندۍ کړې خو د نوموړي له سوځېدو سره افغان لوبډله په ټاکلي هدف پوره کولو کې پاتې راغله.

ددوی له لوري محمد اسحاق ۴۳. الله نور ۶۰،  عبد الهادي ۳۷، بلال احمد ۳۳ او نور احمد ۲۵ منډې وکړې، چې د ۹ ویکټو په سوځېدلو یې ۲۱۵ منډې جوړې کړې.

له دې وړاندې په ۲۰۱۸م کال کې هم افغان لوبډلې د نولس کلنو نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار  موندلې وه خو د استرالیا له لوري له ماتې سره مخ شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx