ټولنیزه برخه

سياسي او فکري مذهب

محمود زاهد

انسانيت: humanism
دغه يو فلسفي تيوري « نظريه » او يو مکتب دی، د څوارلسمې پېړۍ په اخره نيمايي کې په اروپا بالخصوص په ايټاليا کې په عصر النهضة « د پاڅون زمانه » کې پيدا او پرورښت وکړ.

د دغې تيورۍ اساس او مفکوره په لاندې ټکو راګرځي:
:« man is the measure of every thing»
انساني فکر او تقاليد د ديني عقيدې مطلق ضد او معارض٬ مقصد د الله او دين څخه کامله استغنا٬ فقط پر خپل فکر او عنعناتو اعتماد.

دوی وايي:
1: انسان کولی شي خپل اخلاقي اجتماعي قانوني، تشريعي نظام پخپله جوړ کړی.

2: دوی په دې عقيده دي چې انسان يوازينی موجود دی په خپله صحيح نظام جوړ او سالم مستقيم تفکير وکړي.
د انسان معقد طبيعت او نهايت دقيق عقل او تکوين د دی وړ قابل او قادر دی چې اخلاقي حقيقت درک او رښتيني معرفت ته ورسيږي.

3: دغه فلسفي تيوري دا عقيده لري چې انساني شخصيت خپله نمو او ارتقاء کولي شي او هيڅ د انساني نطاق خارجي عامل ته ضرورت نه لري٬ يعنې هغه ديني اساسات چې د الله تعالی له طرفه راغلي هغو ته هيڅ حاجت نسته.

4: دغه تيوري د شک پر اساس جوړه او هر څه ته د شک په سترګو ګوري٬ په هره څېړنه او بحث کې له شک څخه شروع کوي او لازمه ګڼي انسان فکر وکړي، د حق پلټنه وکړي تر څو د علمي بحث تر چتر لاندې يو شی ثابت او يا نفي کړي.

*: دغه تيوري عقيده لري چې اوس متمدن انسان هغه مرحلې ته رسیدلی چې اصلا هيڅ دين او عقيدې ته حاجت نه دی پاتې.

الله جل جلاله فرمايلي:
« أَفَرَءَيۡتَ مَنِ ٱتَّخَذَ إِلَٰهَهُۥ هَوَىٰهُ وَأَضَلَّهُ ٱللَّهُ عَلَىٰ عِلۡمٖ وَخَتَمَ عَلَىٰ سَمۡعِهِۦ وَقَلۡبِهِۦ وَجَعَلَ عَلَىٰ بَصَرِهِۦ غِشَٰوَةٗ فَمَن يَهۡدِيهِ مِنۢ بَعۡدِ ٱللَّهِۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ} (23) »
ايا ته وينې هغه څوک چې خپل فکر او هوس يې د ځان اله ګرځولي٬ الله ګمراه کړي او پر سمع زړه يې مهر ورلګولی او پر سترګو يې پرده اچولې ده، له الله نه وروسته څوک هم دوی ته هدايت نسي کولي.

دا يو ثابت حقيقت دی، بدليدونکې هوا او هوس ته اشاره ده. هغه هو چې بعضې يې خپل معبود ګرځوي، نو الله جل جلاله يې داسی ګمراه کړي چې بيا هيڅ هدايت نسي پيدا کولی، والعياذ بالله:

بيا الله جل جلاله فرمايي: « أرأيت من اتخذ إلهه هواه . أفأنت تكون عليه وكيلا »
الله جل جلاله د هغه نفس تصوير راته وړاندې کوي چې تر ټولو ثابتو معيارونو او معلومو مقايسو تر مضبوط او دقيق موازين تير سوي، د خپل هوا و هوس په دام کې نښتي وي٬ خپل د هوا و هوس پرستي کوي٬ کله چې معيار او يو منطق د ده له هوس سره په ټکر سي بيا هيڅ شي ته غاړه نه ږدي فقط خپل اله يې خپل معبود ګرځولی وي.

د سيکولرزم او انسانيت تر مينځ فرق:
د انسانيت نظريه له دين څخه مطلق منکر دي،
سيکولرزم وايي دين د انسان او خالق تر منځ فقط يو علاقه ده، له دين څخه منکر نه دي لکن نه غواړي دين د اجتماعي، سياسي، اقتصادي ډګرونو کې وجود ولري.

دغه نظريه ولې پراخه او انتشار پيداکړ؟
1 : د کنيسي په هر شي کې تر حد زيادت.
2 : دوهم لوی سبب د علم له نګاه څخه د انسان بې ساری او بېحده پرمختګ په سياسي اجتماعي اقتصادي، فلکي اړخو کې د  غرور او تکبر سبب سو.

مسلمان بايد د دغه رنګ افکارو او نظرياتو سره څرنګه برخورد وکړي؟!
اول: دغه نظريه نه الله مني او نه دين.
دوهم: انسان ته تر خپل طبيعي حدودو لوړه مرتبه ورکوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx