افغانستان

په تفریحي پارکونو کې له وسلو او نظامي وسائطو سره ننوتل منع شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې د اسلامي امارت نظامي منسوبین حق نه لري چې له وسلو او نظامي وسائطو سره تفریحي پارکونو ته ننوزي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې داسې لیکلي:«

«د اسلامي امارت مجاهدین له وسلو، نظامي یونیفورم او وسائطو سره تفریحي پارکونو ته د ننوتلو اجازه نه لري؛ مجاهدین مکلف دی، چې د تفریحي پارکونو ټول اصول او لایحې په پام کې ونیسي. یوویشتمه مصوبه، پنځم بند.»

باید وویل شي چې تردې وړاندې به د تفریحي پارکونو انتظامي پارکونو ته د ورتلونکو نظامي کسانو څخه د وسلو په تسلیمولو کې له ستونزو سره مخ وو، چې د کابینې ددې پرېکړې له تطبیق سره به دغه ستونزې مدیریت شي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بهیر

خدای ته وګور نور په رپورونو کی دغه د مجاهد او مجاهدینو کلمات لس دی. اوس خو حکومت دی. سر تیری یی ولیکی یا یو بل ځه ورته ووایاست.

مجاهد

بهیر جانه نوم دی لوی او ته له موده او اسلام سره په تناقض کی د کلیو د بنډاریانو په شان خبری لیکی . چه : [ خدای ته وګور نور په رپورونو کی د مجاهد او مجاهدینو مه لیکۍ. اوس خو حکومت دی. سر تیری لیکۍ ] تاسی ډیره بی خونده او غیر اسلامی خبره لیکلی، اسلام یواځی دین نه بلکه پوره نظام دی نیمګړی نه دی. د هر څه د پاره ځانګړی واژی او اصطلاحات لری. یواځی مجاهدین دی چه له سرونو تیریږی د هغو هدف مادی نه معنوی دی، د هغوی هدف د الله ج رضا او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx