
د پولیسو یوه افسره خپل زوم وژلې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۶مه ۱۳۹۳ل): هرات ولایت کې د پولیسو یوه ښځينه افسره او یو سرحدي پولیس ووژل شول.
د امنیتي چارواکو په وینا د پولیسو دغه افسره خپل زوم وژلې.
راپور کاږي چې پېښه د اسلام قلعه او هرات په لویه لاره د کوسان په ولسوالۍ کې رامنځته شوې.
د هرات امنیتي چارواکي زیاتوي چې د ښځینه پولیسو دغه افسره او او ورور يې چې په سرحدي پولیسو کې دنده ترسره کوي، د خپلو خپلوانو واده ته روانه وه چې په لاره کې ووژل شوه.
ځايي خلک وايي چې بریدکوونکي د سیمې څخه په تېښته بریالی شویدی.
همدا راز د سرحدي پولیسو قومندان د دغو دوه پولیسو وژنه تایید کړې خو د زیاتو جزییاتو د ورکولو څخه یې ډډه کړې.
د هرات پولیس وايي چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي او ډير ژر به قاتل ونیسي.