افغانستان

کابل: ډالر د افغانۍ مقابل کې ۹۳ ته را وغورځېد

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،  ۱۳ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د کابل د سرای شهزاده صرافان وايي چې افغانۍ د ډالر مقابل بې ساری ارزښت ترلاسه کړی دی او د غرمې په ۱۲ بجو یو ډالر ۹۳ افغانۍ تبادله کېده.

تېره ورځ د سرای شهزاد صرافۍ ازاد بازار د بندیدو سره د یو ډالر ارزښت ۹۹ افغانۍ و.

افغانۍ د د تېرو څو ورځو راهیسې پرلپسې توګه  د ډالر مقابل کې ارزښت پیدا کوي. شاوخوا یوه اونۍ وړاندې یو ډالر په ۱۰۴ تر ۱۰۵ افغانۍ تبادله کېده.

د سرای شهزاد صرافان وايي چې د ډالرو نرخ د تغیر په حال کې دی او ممکن تر دې زیات ارزښت د افغانۍ مقابل کې د لاسه ورکړي.

د چارو شننونکي د ډالر مقابل کې د افغانۍ ارزښت لوړيدل د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان ته د نغدو ډالرو راوړل؛ د ډالرو پر قاچاق بندیز او پر بولۍ بندیز ښودلی دی.

څه موده وړاندې افغانۍ د ډالرو مقابل کې بې ساری ارزښت د لاسه ورکړ او یو ډالر تر ۱۲۴ افغانۍ تبادله کېده.

خو د حکومت تر مداخلې وروسته  افغانۍ ارزښت ترلاسه کړ.

د افغانۍ مقابل کې د ډالرو د ارزښت کمېدو یو لامل هغه مهال د ډالرو د قاچاق، په مارکېټ کې د فزیکي ډالرو نشتون او د یو شمېر صرافانو له خوا په مصنوعي ډول د ډالرو د نرخ لوړول ښودلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx