افغانستاننړۍ

هند د ۲۰۲۲ز کال بودیجه کې د افغانستان لپاره دوه میلیارده هندۍ کلدارې ځانګړې کړي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،  ۱۳ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د هند حکومت د ۲۰۲۲ کال بودیجه کې د افغانستان لپاره دوه میلیارده هندۍ کلدارې (شاوخوا ۲۶.۶ میلیونه ډالر) ځانګړي دي دي.

انډین ایکسپریس ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي دي چې د هند حکومت پر دې سربېره یو میلیارد هندۍ کلدارې د چابهار بندر پروژې ته هم مختص کړي دي.

راپور زیاته کړې چې دغه دوه میلیارده هندۍ کلدارې به د هند په پخوانیو پروژو، سکالرشيپونو او له افغانانو سره په مرسته به مصرفیږي.

تېر کال بودیجه کې د هند حکومت د افغانستان سره پرمختیايي مرسته کې ۳.۵ میلیارده هندۍ کلدارې ځانګړې کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx