افغانستاننړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي افغانستان او پاکستان دې له تقابل ډډه وکړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،  ۱۳ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د پاکستان  جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي دي چې ډیورنډ د کرښې په اړه دې افغانستان او پاکستان  دې د تقابل څخه ډډه وکړي او د امریکا ناپاکه توطیې دې شنډې کړي.

مولانا فضل الرحمن چې یوې غونډه ته یې وینا کوله وویل چې امریکا غواړي چې افغانستان او پاکستان هېڅ وخت ښه دوستان نشي.

هغه زیاته کړه چې که پاکستان او افغانستان جګړې پيل کړي [اړیکې خرابې کړي] نو ګټه به یې یواځې د امریکا وي.

فضل الرحمن چې د ډیورنډ پر کرښه د افغانستان او پاکستان امنیتي ځواکونو تر منځ وروستیو شخړو ته یې اشاره وه وویل چې دولتونه ممکن د سرحدونو په اړه مختلف موقفونه ولري خو دا هر څه د مذاکراتو له لارې حل کېدونکي دي.

د جمعیت علمای اسلام د ګوند مشر په سیمه کې د سرحدي مسایلو پرېښودل د انګریزانو پلان شوې توطیه وګڼله او په وینا یې همدوی د هند په لویه وچه کې د کشمیر په شمول ډير مسائل په قصدي ډول له حل پرته پريښي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا د ډم ځوی اوس ولی په پاکستان کی جهاد روا نه بولی؟ ګوری چی آی اس آی د پاکستان ټول ملایان څنګه اداره کوی چی لږ پښه کژه کیږدی د سمیع الحق په سرنوشت به حتمی ګرفتاره کیږی.

بهیر

له دغه فضلو جاوسوس او پلیت څخه لیری اوسی. ولی دغه نه ورته وایی چی سپیه ته هغه وخت چیرته وی چی تا لاری ورکړی. تر پاکستانی ملا او عامی څخه لوند سپی ډیرشه دی

محمد

مناسبه خو داده چي مولانا فضل الرحمان د خپل موقف بدل کړي هغه ډول څرګندونې د نه کوي لکه يو ملت پال بلکه يواځې د اعلاء کلمة الله خبری د وکړي او خپل ځان د په لوی هيواد کي محسوب کړي

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx