افغانستان

قاري صلاح الدین د ۲۰۳ قول اردو رئیس ارکان وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،  ۱۳ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د ملي دفاع وزارت وايي چې قاري صلاح الدین د  ۲۰۳ المنصوري قول اردو د رئیس ارکان په توګه ټاکل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې یوه کاپي نن ټکی اسیا ته هم رالېږلې ده، ویلي دي چې قاري صلاح الدین «ایوبي» د ۲۰۳ المنصوري قول اردو د درستیز وال په توګه د یادې قول اردو د مشرتابه په شتون کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرسونل ته ور وپيژندل شو.

ښاغلي ایوبي د المنصوري قول اردو د معرفي کېدو په مراسمو کې ویلي چې دی به په خپل ټول توان به خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړي

قاري صلاح الدین  په قوم ازبک دی او تر دې وړاندې د امریکايي اشغال پر مهال د اسلامي امارت لخوا د فاریاب والي او وروسته د مرکزي حلقې مسوول و.

هغه په ۱۳۹۸ز کال کې د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ کې یو زندان هم مات کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا ټاکنه بیا سل په سلو کی پر ځای ده خو د لوړو د تحصیلاتو د وزیر دی رنګ ورک شی سره د امربالمعروف له سرپرست سره. دواړه د پنجاب تولیدات دی صرف د خرابولو لپاره مؤظف شوی دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx