ادبي لیکني

ادبي تذکرې او که اختلافي مسلې؟

یونس تنویر

د تصوف اړیکه له د ین سره ښودل او بیا تصوف له دینه افراطي ګڼل او دا د یوه ځانګړي مذهب په توګه پېژندل؛ هغه وخت رامنځته شول، کله چې په ختیځو ادبیاتو کې په ځانګړي ډول په ایران کې د متصوفینو تذکرې ولیکل شوې.
اصل کې تذکرې د تفرقې اچولو یوازینۍ مرجع وه، چې په خپل سر یې اختلافونه رامنځته کړي او د علماو لپاره یې ایډیالونه او نظریې جوړې کړې دي او د دوی په پېژندنه کې یې افراط کړی دی؛ مګر د دوی افکار هیڅ هغسې نه دي، لکه څه ډول چې په تذکرو کې یې یادونه شوې ده.
د متصوفینو د تذکرو لیکلو لومړنۍ غلطي ابو نصر سراج د (کتاب الوما) په درېیمه هجري او نهمه میلادي پېړۍ کې کړه ده، چې د متصوفینو د ژوند داستانونه یې ولیکل. بیا وروسته په ایران کې دا ژانر ډېر وپالل شو او د متصوفینو ترمنځ یې لوستونکي په اختلافاتو وویشل.

ددغو لیکوالو د سرسرکي مطالعې په وجه تصوف له دینه یو ماورا شی وګڼل شو؛ مګر اصله مسله دا ده، چې د بنده اصلي شکل او په انساني وجود کې د خدای تعالی(ج) ستره وجیبه د تصوف اعمال او چارې دي. دا چې د دوی د الهي معرفت تظاهر څوک نه شي درک کولای دا د لوستونکو ستونزه ده. یانې پوره مومین هغه دی، څوک چې څومره زیات د خدای تعالی(ج) اطاعت او د رسول اکرم(ص) پلیوني کوي.

تصوف د خدای تعالی(ج) د معرفت لپاره او د هغه د بنده ګۍ لپاره د سختو هلو ځلو نوم دی. او دا مجاهده ګڼي او جهاد اصل کې د مجاهدې شکل دی، چې رسول اکرم(ص) په اکبر او اصغرو جهادونو ویشلی دی او بیا یې ویلي دي، چې تر ټولو لوی جهاد د خپل نفس سره جګړه ده.
تصوف د شیطاني اعمالو د نه تر سره کولو یادونه کوي، د تقوا اختیارول د انسان لپاره لازمي امر ګڼي او د هر ډول نامناسبې بوختیا د مخنوي لارښوونه کوي. پر الله(ج) او د اخیرت پر ورځ سخت باور در کوي، حتا بغیر له الله تعالی(ج) بل هیڅوک هم نه ګوري او ټولې چارې د هغه(ج) د رضا لپاره کوي. د ښو خبرو توصیه کوي او په بدو خبرو د چوپتا نصحت دی. اصل کې د دین چې کوم احکام دي، د هغه عملي شکل تصوف دی او تصوف د خدای تعالی(ج) په لاره کې تر ټولو د ښه عمل نوم دی. دا کومه فلسفه نه ده او نه کوم سو تفاهم دی، چې متصوفینو ته پیدا شوی وي.
یانې تصوف د ټولو هغه خویونو اجرا کول دي، کوم چې په دین کې یې حکم شوی دي. په ګناهونو پښیمانیدل، ټینګه توبه کول، راتلونکي ته امید درلودل، د تیر وخت په ګناهونو خپه کیدل، ویره، عاجزي، قناعت، توکل، یقین، صبر، مراقبه، رضا، بندګي، اراده، رضایت،  استقامت، سخاوت، ذګر، فکر، دعا، توحید، اداب او دا ټول د داسې عشق په توګه کول دي، چې یوه شیبه د خدای تعالی(ج) څخه غافله نه وي. اوس چې څوک په دغو چارو عمل کوي، نو هغه پوره مومین دی.
خدای تعالی(ج) ډیرو کمو انسانانو ته د اسمان سره د تړلي عمل پوهه ورکړې ده. په هغوی دې رحمت وي، څوک چې د عقیدې پوهنې په اصلي جوهر پوهیږي.

د نظریو اختلاف رامنځته کولو کې یوه بله غټه وجه دا ده، چې موږ ته اکثره د دوهم او درېیم لاس اثار راپاتې دي. او دا اثار تذکرو معرفي کړي او بیا یې ترمنځه فاصلې ایجادې کړې دي. د پښتو ادب په تاریخ جوړولو کې تذکرې یوه ډيره ستره ونډه لري، چې سلامت تاریخ مو د پټې خزانې او تذکرة الأولیاء له لارې ومونده. د علماو ژوند، اثار، نظریې مو له د دغو تذکرو له سرسرکي مطالعې را اخیستي دي. او بیا مو د خپلې خوښې او ګټې په بنا ویشلې دي او تفسیر شوې دي.
د تصوف اکثره پلیونې شاعران ول او ابن عربي، چې کومه نظریه ورکړې؛ هغه تر ډېره دده د شاعرۍ ځانګړنه ده، چې امام غزالي دې ته د حقیقت محمدیه خطاب کړی دي او دا د تصوف یوازینۍ ربړه ده، چې د ډيرو انسانانو په پوهه کې نه شي راتلی.

د تذکرو لیکونکو یو بله کم فهمي دا ده، چې دوی د سر نه خلاصولو او سر په ټولو کولو احتیاج لري او دا شي دوی په بېلابېلو عقیدوي مسایلو ویشلي دي. حال دا چې د دوی ترمنځ هیڅ په واحد کې د اختلاف نظر نه شته. دا د ذوقونو مسله ده، چې څوک څنګه د خدای تعالی (ج) سره مینه کوي؟

یانې د علومو ترمنځ د واحد ذات هیڅ اختلافات نه لیدل کیږي. هغوی چې دا اختلاف پیدا کوي، نو یقیني ده، چې دوی به له فلسفې هم ښکته سیکالوژیکه پوهنه خپله کړې وي.

له کله چې په ایران کې د متصوفینو تذکرې او د هغوی د اثارو کتابښود ولیکل شول، نو یو ډول یې لوستونکو ته د اختلاف نظرونه ورکړل.
مګر اصله مسله خو دا وه، چې دوی ټولو د یوه خدای(ج) عبادت او بنده ګي کوله او د هغه د احکامو پلي کول په بېلابېلو طریقو سره وو او دا د هرچا خپل ذوق و. خدای تعالی (ج) انسان ته فطري ازادي ورکړې ده. اوس د خدای تعالی (ج) سره مینه، که په سماع وي که په شعر وي یا د تورو په پړکاوي، او یا په تهجد او ژړا وي؛ که د هغه سره د خپل عشق د څرګندولو اخلاص وي او دوی په خپلو چارو کې مخلصین وي؛ نو یقیني ده، چې د خدای تعالی (ج) ستاینه او ثنا په نادرستو اعمالو نه کیږي او په څه شي، چې حمد او ثنا کیږي، هغه د انسان ذوق او فطري عمل دی.
اصل کې دا ډول مسایل هغه وخت زیات د اختلافاتو سره مخامخ شول، چې شام، عراق او خراسان د متصوفینو دری سترې حوزې وګرځېدې. د حارث بن اسد محاسبي نه را واخله بایزید بسطامي، جنید، منصور، جامي سنایي، حافظ او ان په امام غزالي، بایزید روښان، رحمان بابا او په حمزه بابا یې ختمه کړه. دوی ټولو د یوه خدای تعالی(ج) او د یوه رسول اکرم(ص)او د یوه کتاب(قران کریم) پیروي یې کړې او تر ټولو یې ښه کړې ده.

کله چې رومي په ترکیه کې د سمامجلس تصوف په اعمالو کې شامل کړ او بیا سعدیه دا دونه زیات پیاوړی کړ، چې خلکو کینې ورسره وښودې او دوی یې کمراهان معرفي کړل.
یانې سما مجلس د تصوف یو سنت وکرځیده او صوفیانو کرامو به له دې تجربې هم خوند اخیسته. یانې د خدای تعالی(ج) عبادت په ناوړې تجریې سره کیدای نه شي، او کوم چې وشي هغه ناوړه نه ده، ځکه د انسان فطرت ناوړه نه وي او ماشوم د فطرت سره مومین پیدا شوی وي، له دوی مور او پلار یهود، هندو او نصراني جوړ کړي.

زموږ په پښتو ادب کې لا تر اوسه داسې تذکرې نه دي، لیکل شوې، چې موږ دې دومره ژور دیني اختلافاتو ته سره بوځي، مګر یو څو ادب تاریخونه لیکل شوي دي، چې هغه چورې تذکرې دي او بیا ډېرې سطحي تذکرې دي. په کومو تذکرو کې، چې د علماو او شاعرانو د مرګ او ژوند په نیټو سره جنجال وي، نو څه به یې افکار تر را وروسته نسل ته کټور تمام شي او یو با فهمه نسل دې منځته راشي.

اصل کې ادبي اختلاف ښه دي، مګر دا ښه نه دي، چې څوک تصوف له دینه ماورا ګڼي او څوک یې د یوه مذهب په توګه معرفي کوي او یا عینیت او غیریت یو تضاد ګڼي او یا د صفاتو نه عینیت او نه غیریت مني؛ بلکې دا ټول یو ډول کیفیات او د حال مسله ده، چې د کمې پوهې لرونکي انسانان یې نه شي هضمولی. یانې یو انسان، چې په دې نه پوهیږي، چې هغه د خپل سیوري نه څو برابره په فاصله کې ولې وي؟؟؟
همدې شي زیاتو متصوفینو ژوند تریخ کړی دی او له ټولنې شړل شوي او تښتیدلي دي. هر صوفي د خپلې نظریې په اساس د خلکو دښمنۍ په سر اخیستې دي.
حتا په دار ځړول شوي او وژل شوي دي. هغه وخت چې حلاج یې دارته خیږاوه، نو دا دعا یې وکړه او په دې دعا کې د ټولنې د ټیټ ذهنیت څخه یوه شکوه ده، چې ویې ویل: ((خدایه! دا بندګان چې زما د وژلو لپاره په زیاتې خوښۍ سره یو ځای شوي ته بښنه ورته وکړه، ځکه هغه څه چې ماته دې ښکاره کړي، دوی ته دې نه دي، ښکاره کړي. که دوی پوه وای داسې به یې نه کول.))

حلاج په خدای تعالی (ج) تورون شو او شهید کړل شو. دده اشعار د زیاتې تصوفي ربړې د پیدا کیدو سبب شوي.
بله وجه دا وه، چې د متصوفینو اکثره کتابونه په الهام او غیبي غږونو شروع وي.  هغه وخت دا طرز یو عام طرز نه و، چې خلکو دې په الهام درک کړای وای. مجاهد صوفي او د مغلو په خلاف د حق مبارز بایزید روښان، چې خیرالبیان ولیکه، نو په وحې یې تورن کړ، حال دا چې له هغه متن دا ثابته ده، چې دا یو راز او نیاز دی، چې بایزید روښان ته الهامیږي.

جنید بغدادي یو ستر صوفي و، چې ویلي یې و د انسان او خدای ترمنځ یو پرده ده، چې خلکو ته بیخي لوی بیلتون ښکاري. مګر کله چې څوک فنا شي نو هغه جذب شي او چې جذب شي دا د بقا مرحله ده. ده په خپلو اشعارو کې ويلي دي: ((چې له یوه لوري یو ځای او له بل لوري بیلتون زموږ همیشنۍ حالت دی.))

د زرباف درېیم څپرکي بحث….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx