افغانستان

افغان حکومت وايي د قزاقستان په ناکراریو کې له افغانستان د لاسوهنې ادعا واقعیت نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۴۰۰ل) : د افغان حکومت ویاند وايي چې د قزاقستان په وروستیو ناکراریو کې د افغانستان له خوا د لاسوهنې ادعا واقعیت نه لري.

څو ورځې وړاندې ځينو رسنیو د قزاقستان د چارواکو له قوله لیکلي وو چې د قراقستان په وروستیو لاریونونو کې له افغانستان څخه هم ځينو خلکو ګډون کړی دی.

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم په یوه بیانیه کې ویلي وو چې د دوی پر باور ممکن ځینې بهرني وسله‌وال قزاقستان ته له افغانستان تللي وي.

خو د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه ادعا رد کړې او ویلي يې دي چې حکومت یې د خپل تعهد له مخې هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد په ضرر استفاده وکړي.

ښاغلي مجاهد لیکلي: «موږ دا ادعا په کلکه ردوو، اسلامي امارت د خپل تعهد له مخې هيچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د بل کوم هېواد په ضرر استفاده وکړي، یا د نورو هيوادونو په چارو کې مداخله ولري او نه هم په دې اړه کوم شواهد شتون لري».

د حکومت ویاند زیاته کړې چې افغانستان په قزاقستان کې د رامنځته شوو ستونزو معقول او سولییز حل غواړي او ټولو جهتونو ته ډاډ ورکوي چې له افغانستان څخه به هيڅ کوم هېواد ته کوم ګواښ متوجه نه وي.

د یادونې وړ ده چې د قراقستان په وروستیو ناکراریو کې شاوخوا ۲۲۵ کسان و وژل شول او تر ۴زره زیات نور ټپیان شول. په دغه ناکرارایو کې دغه هیواد ته مالي زیانونه هم واوښتل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د افغانستان اسلامي امارت په وار وار ویلي چې د چارو کې مداخلت نه کوي. بيا هم ځنې افغان دښمن اشخاص او ملکونه د خپلو ناوړه مداخلو د پټولو لپاره بى ځايه ادعاوې کوي. الله متعال دې د دغه اشخاصو او ملکونو ناوړه مداخلې او لاس وهنه بنده او لاسونه دي پرې کړي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx