نړۍ

دناروي پلازمیني کي دچاودني دقربانیانو شمیره ۹۰ تنو ته ورسیده

norway_massaccre_killed_87 (نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۲)اوسلو: نن ماښام دناروي هیواد پلازمینی اوسلو ښارکي یوه زوروره چاودنه وشوه چی له کبله یی نوي کسه وژل شوی او له سلو څخه زیات ژوبل شوی دي، چاودنه داولسمشر ماڼي ته څیرمه دهیواد دیوي وتلی اومشهوري ورځپاڼي له دفترسره رامنځ ته شوه، چارواکي وایی چاودنه دکوم ځای پرځای شوی بم له کبله رامنځ ته شوی ده، چي تراوسه پوري دچاودنه پړه چاپه غاړه هم نده اخیستي.

تراوسه پوري د ۹۰ تنو دوژل کیدو او په سلګونو نورو ژوبلو کسانو خبرورکول شوی دي له سیمي څخه امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي دي چاودنه دومره قوي وه چي داولسمشر دماڼي په شمول یی دنورو ډیرو ودانیو هنداري ماتي کړی دی

له بلي خوا څخه خبرورکول شوی  دي چی له چاودني څخه وروسته په سیمه کی دهیواد دحاکم ګوند په یوه غونډه کي اور هم لګیدلي دي  چي له امله یی دحاکم ګوند دځوانانو دټولو غړو ته مرګ ژوبل اوښتي ده، ویل کیږي چي له چاودني څخه وروسته یوه وسلوال کس چي دواړو لاسونو کی وسله نیول وه پرغونډه والو مخامخ ډزی وکړي، چي ډیر شمیر خلګو ته یی مرګ ژوبله واړوله.

تازه خبرکی ویل کیږي چي چاودنه دوزیرانو شوراي ددفترپه وداني کی رامنځ ته شوی ده چي له کبله نژدی پرتي دنورو وزارتو ودانیوته هم زیانونه اړولی دي، دتیلو اوګازو دزارت په وداني کي اورلګیدلي دي چي له کبله یی څو تنه ژوبل شوی دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close