روغتیا

تېرو درې ورځو کې نږدې ۲۰۰۰ کسان په کووید-۱۹ ناروغۍ اخته شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې د کرونا ویروس پېښې مخ پر زیاتېدو دي، او خلک باید احتیاطي تدابیر خپل کړي.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر رسنیو ته ویلي چې په تېرو څلور ویشت ساعتونو کې ۴۴۸ کسان په کرونا اخته شوي دي.

جاوید هژیر زیاتوي چې د هېواد په پنځلس ولایتونو کې یې ۱۹۳۶ کسان معاینات کړي دي.

دغه راز په همدې موده کې ۳۸ تنه له یادې ناروغۍ رغېدلي او یو کس مړ شوی دی.

له دې وړاندې د دوشنبې په ورځ د روغتیا وزارت د ورځني احصائيې په توګه ویلي وو چې ۶۲۹ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي.

ددې سربېره یاد وزارت د یکشنبې په ورځ د ۶۱۵ کسانو خبر ورکړی و چې پر کووید-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او پنځو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کرونا د زیاتوالي یو روښانه لامل د مشهور حکیم (حکیم الکوزي) د درملو کارول هم دي چې په پراخه کچه زیات شوي دي. له دې وړاندې په ۲۰۱۹م کې چې کرونا زیاتوه شوې وه د الکوزي درمل په پراخه کچه کارول شوي وو.

الکوزی ادعا کوي چې د کرونا ضد څاڅکي یا درمل یې د اومیکرون بڼې پر ضد هم اغیزمن ثابت شوي دي، خو روغتیا وزارت د یادو درملو طبي څیړنې پېل کړي تر څو څرګنده کړي دغې درملو کې مخدره توکي نه وي شامل شوي.

د کووید-۱۹ ناروغۍ څخه که څه هم پلازمینه کابل او کندهار زیات اغیزمن شوي ولایتونه دي، خو ویل کیږي په ننګرهار کې په دغه ناروغي کې ۶۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ددغه ولایت د کووید-۱۹ ناروغۍ د درملنې پنځوس بستریز روغتون رئيس ویلي چې د کرونا په مثبتو پېښو کې پراخ زیاتوالی راغلی دی. که څه هم روغتیا وزارت تېره ورځ ننګرهار کې د ۲۲ مثبتو پېښو خبر ورکړی، خو د ننګرهار روغتیایي مسئولین دغه شمېره له حقیقته لرې بولي.

د یاد روغتون رئیس ډاکټر عبد الوکیل زیار وایي، «له تېرو دوه اونیو راهیسې په ننګرهار کې د کرونا مثبتې پېښې ډیرې شوي چې د تېرو دوه اونیو په پرتله په سلنه کې هره ورځ زیاتوالی لیدل کیږي».

روغتیایي مسئولین وایي، د جنوري میاشتې راهیسې نږدې د هر معاینه شوي کس معاینات مثبت ختلي دي، د دوی په وینا چمتو والی لري خو باید خلک روغتیایي سپارښتنې عملي کړي.

بل لوري ته د عامې روغتیا وزارت وایي چې د اومیکرون بڼې تشخیصولو لپاره ځانګړي کیټونه نه لري، او د روغتیا نړیوال سازمان له لوري شوې ژمنې هم نابشپړه پاتې دي.

د رئيس الوزرا مرستیال عبد السلام حنفي وړمه ورځ له روغتیا نړیوال سازمان څخه غوښتي وو تر څو افغانستان سره د اومیکرون بڼې د تشخیصولو آلاتو مرسته وکړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx