نظــر

هغه مجاهد، چې جنازه یې له زندانه راووته؛ خو سر یې خم نشو

حمادافغان شیرزاد

نن بیا دوهمه فروري او د یو ستر اتل او نومیالي، میلمه پاله او ریښتیني مجاهد یاد درپه زړه کوم.
موږ په تاریخ کې ډېر ویاړلي اتلان لرو، هغوي چې په خپلو کارنامو او اتلولیو یې دښمنان مات کړي، ملتونه یې ژغورلي او آزادۍ یې ترلاسه کړي.

د افغانستان د سترو او ریښتینيو اتلانو په قطار کې یو هم هغه اتل دی چې تل به هشاش بشاش او مسکۍ اوسېده، هغه چې له زندانه یې جنازه راووتله؛ خو دښمن ته یې سر خم نه کړ، هغه د “من المؤمنین رجال صدقوا ما عاهدوا الله” یو ریښتینی مصداق و.

شهید مرحوم معلم اول ګل مجاهد د افغانستان یوه نه هیرېدونکی هستي او نوموتی اتل و، یوولس کاله وړاندې په همدې ورځ د کفر په وحشي زندان “ګوانتنامو” کې یې د وحشي امریکایانو او د بشر دښمنانو له شکنجو وروسته په شهادت ورسېد.

هغه چې په هر محاذ لکه د زمري جنګېدو، په دنګو غرونو لکه د شاهین یې پرواز کولو او لکه د باز یې د دښمن ښکار کولو، یو میلمه پال او میلمه دوست انسان و.

اول ګل مجاهد لکه څرنګه چې په میدان یو نه ستړی کیدونکی او نه ماتېدونکی اتل و، همداسې یې زندان کې هم د اسارت پر مخ خپل سر دښمن نه خم مه کړ، بلکې د ستر امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله په څېر یې جنازه له زندانه راووتله؛ خو د کفر او ظالم ملتیا یې غوره نه کړه.

شهید معلم صیب د افغانستان د یوې سترې هستۍ او نوموتي رهبر “مرحوم مولوي محمد یونس خالص بابا” د تنظیم یو غوره قومندان و، د تنظیمي جګړو پر وخت په کور کیناستلو او د طالبانو راتګ سره یې د اسلامي امارت په صف کې خدمت وکړ او څلورمې سرحدي لیوا مسؤلیت یې سرته رسولو.

د هغه ریښتیني مبارز په اړه د وخت حکیم الامت ” دوکتور ایمن الظواهري” وایي:
هغه اتل چې زموږ مشر شیخ اسامه تقبله الله یې د کفارو له محاصرې سالم او روغ وویستلو معلم اول ګل مجاهد و،.
معلم صیب د صلیبي یرغل پر وړاندې هم د حق نعره پورته کړه، هلته تم شو او پخپلو هڅو او زیرکتیا یې ټول مهاجرین وروڼه د تر محفوظو ځایونو سالم ورسول، چې وروسته نوموړي ته د سر په بیه تمامه شوه، خو نوموړي ستره هستي شیخ اسامه ژغورلی و، چې جهاد یې رهبري او امت ته یې لوی خیر وروسولو.

د معلم صیب د شهادت کیسه د هغه د یو زنداني ملګري داسې کوي: چې نوموړی په سپورت کولو مشغول و، چې بې هوښه شو، په دې حالت کې هم وحشي درندګانو ورته ولچک اچولي وه، وروسته بیا رابیدار او بیا بې هوښه شو، چې په ولچکو کې یې تر روغتون یوړو او دوه شپې وروسته هغه خبر راغلو چې موږ یې وېره محسوسوله، هغه صحنه هم تیره شوه، هر طرفته په زندان کې ژړا او د معلم صیب روح ته دعاوې کېدلې. په همدې شپه زیات شمیر زنداني ملګرو خوب کې وليد او ورته یې وېل چې مه خپه کیږئ؛ زه اوس په آرام او سکون شوم.

روح دې ښاد او یاد دې تل وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx