
اسلامي دولت په سوریه کې پوځي لوا او عراق کې ښار نیولی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۶مه ۱۳۹۳ل): اسلامي دولت نن سهار د سوریې د رقه ولایت په عین عیسی ښار کې «۹۳» ستره پوځي لوا نېولې.
همدا راز د عربي رسنیو د راپورونو په اساس اسلامي دولت په عراق کې د قرقوش نېولی دی.
الجزیرې تلویزوني کانال د اسلامي دولت د سرچینو له قوله لیکلي چې له سیمې څخه د بشار الاسد ځواکونو تښتېدلي دي او دوی ته يې لسګونو ټانګونو او د وسلو زخېرې پریښې دي.
دغې سرچېنې زیاته کړې چې دوی لسګونو سوريايي قومندانان، عسکر او ایراني جنګیالي چې په دغه «۹۳ لوا» کې اوسېدل نېولي دي.
اسلامي دولت همدا راز د دغې ۹۳ پوځي لوا د پوځي افسرانو کورونه تر هغې وروسته نیولي دي چې د بشار ځواکونه ترې وتښتېدل.
د ۹۳ پوځي لوا د ریف الرقه ولایت په عین موسی نومې ځای کې په ډيره پراخه سیمه کې پرته ده. دغه لوا د ۱۷مې پوځي لوا لاندې کار کوي چې اسلامي دولت څه موده مخکې ونیوله.
دغه پوځي قرارګا کې شاوخوا ۴۰ ټانګونو، لسګونو عرادې «بي ام بي» پوځي موټر او د سپکو او درنو وسلو خورا زیاتې زخېرې موجودې دي.
قرقوش ښار د اسلامي دولت لاسونو ته پریوت
اسلامي دولت همدا راز په عراق کې د قرقوش نومې ښار نیولې دی.
دوی د نینوا ولایت د قراقوش ښارګوټی تر هغې وروسته ونیولو چې کرد ځواکونه په جګړه کې مات شول او سیمې ووتل.
قرقوش د موصل ښار څخه ۱۹ میله لرې د په جنوب ختيځ کې پرون دی.
اسلامي دولت د روان کال په جون کې موصل ښار ونیولو.