ادبي لیکني

د کتاب ټاکنه

عزیز انیس

د یوویشتمې پېړۍ هر ځوان په دې پوهېږي چې کتاب لوستل ګټور کار دی؛ نو دا ځوانان بیا ولې کتاب نه لولې؟ د دې یو مهم علت دا دی چې دوی له کتاب لوستلو خوند نشي اخیستلی. له کتابه خوند هغه وخت اخیستل کېدی شي چې په ذوق برابر کتاب وټاکو.

هسې خو دا خبره مشهوره ده چې (هر کتاب په یو ځل لوستلو ارزي)، خو ماته مې هغه پیسې په داو/ جوارۍ بایللې ښکاري چې په کمزوري کتاب مې ورکړې او یا مې ورباندې د ذوق او غوښتنو سره سم کتاب نه دی اخیستی. له پیسو ورهاخوا مې وخت هم په دې کتابونو بې ځایه مصرف کړی. تر دې دواړو مهمه دا چې د بل کتاب له لوستلو یې غورځولی یم، هغه تنده او تلوسه چې د کتاب لوستلو لپاره مې درلودله، ختمه شوې. زه چې کله یو ښه او په ذوق برابر کتاب ولولم، نو د بل کتاب لوستلو ته مې ډېره تلوسه وي، خو کله چې یو خراب یا د ذوق او غوښتنو خلاف کتاب ولولم، نو د بل کتاب لوستلو ته مې هېڅ له وسه نه کېږي.

کله چې کتاب د لوستلو لپاره ټاکو، نو لومړی یې سریزه لوستل اړین دي، سریزه موږ ته دا مالومات راکوي چې په کتاب کې په کومو موضوعاتو بحث شوی. د کتاب په منځپانګې د پوهېدو لپاره له سریزې سره سره لیکلړ هم له موږ سره مرسته کوي او همدارنګه د ډېری کتابونو په پښتۍ باندې هم هغه موضوعات لیکل شوي وي چې د کتاب په داخل کې ورباندې بحث شوی.

که موږ د کتابونو په بازار کې بلد واوسو، نو د کتاب لیکوال هم د کتاب په پېژندلو کې راسره مرسته کوي. که د لیکوال له نثر، فکر او ايډیالوژي څخه مو مالومات درلودل، نو پوهېږو چې د لیکوال لخوا پنځول شوی کتاب به څه ډول کتاب وي؟ ایا لوستل به یې زموږ لپاره ګټور او خوندور وي او که نه؟

خبره دا نه ده چې تاسو ته مطالعه خوند نه درکوي، بلکې خبره دا ده چې تر اوسه مو د خوښې کتابونه نه دي پیدا کړي او په دې نه یاست توانېدلي چې د خپلې مطالعې ساحه او لار مو وټاکئ. که مو د مطالعې ساحه او لاره مالومه کړه او د کتاب ټاکنه مو زده کړه، نو تاسو به په دوامداره توګه هره ورځ لوستل وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

زه کتاب دخپل ذوق او ضرورت له مخی ګورم او یا یی اخلم. په کتابخانو کی می ډیر وخت باندی تیریږی. کله ناکله بیا دبدی لیکنی په خاطر خواشینی هم یم. مثلا یو کتاب می یو وخت ووایو او دخلاصولو وروسته می یوه جمله تری واخیسته، بل وخت می یو کتاب رانیولی وو چه هیڅ می دعنوان سره مطابق محتویات پکی پیدا نکړل. نو زما توصیه داده چه اول عنوان وګوری، بیا محتویات وګوری او که انډیکس ولری نو بیا یی انډیکس وګوری چه دمطلب موضوعات پیدا کړی. متاسفانه اسیایی کتابونه یا اندیکس نه لری او که وی ډیر کم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx