ورزش

افغان لوبډله د فروري په ۱۲مه بنګلاديش ته سفر کوي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ لوبډلې د بنګلاديش کرکټ بورډ څخه غوښتي تر څو لوبډله له ټاکلي وخت وړاندې دغه هېواد ته سفر وکړي.

ټاکل شوې وه افغان لوبډله د فروري په ۱۹مه نېټه د بنګلاديش غوره ليګ له پای ته رسېدو وروسته بنګلديش ته سفر وکړي، خو اوس به د فروري په ۱۲ نېټه د دغه هېواد پلازمينې ډهاکې او بيا سيلهت ښار ته لاړه شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د بنګلاديش کرکټ بورډ څخه غوښتلي وو چې دوی غواړي له پنځوس اوريزاو يو ورځني سيريز وړاندې د تمريناتو پنځه ورځنی کمپ ولګوي چې اجازه ورکړل شوې ده.

د بنګلاديش کرکټ بورډ اجرائيه رئيس نظام الدين چودري وايي، «افغان کرکټ بورډ بنګلاديش کې د تمريناتو کمپ لګولو غوښتنه وکړه چې موږ ومنله، له هغوی مو وغوښتل تر څو ۴-۵ ورځې وړاندې د فروري په ۱۲مه راشي، او د تمريناتو لپاره مو سيلهت ښار غوره کړ».

هغه زياته کړه، «د افغانستان کرکټ لوبډله باید د نړیوالو معیارونو سره سم د کرونا مخنيوي په خاطر بایو بلبل وساتي، دغه راز د بنګلاديش حکومت قوانين هم په نظر کې نيسو چې له مخې به يې د افغان لوبغاړو نقل و حرکت محدود وي».

افغان لوبډلې چې څه موده وړاندې يې هالنډ لوبډلې ته د درې لوبو يو ورځني سيريز کې په ۳-صفر ماتې ورکړه، يو شمېر لوبغاړي په پاکستان ليګ او بنګلاديش ليګ کې بوخت دي، په داسې حال کې چې ځينې نور لوبغاړي اوسمهال قطر کې تمرينات ترسره کوي.

د افغانستان او بنګلاديش کرکټ لوبډلو ترمنځ به درې پنځوس اوريزې او د دوه شل اوريزو لوبو سيريزونه په چټاګرام او ډهاکه لوبغالو کې د فروري له ۲۳مې نېټې پېل شي.

د بنګلاديش حکومت د کرونا مخنيوي او کرکټ بورډ د قوانينو سره سم به لوبغالي کې نندارچيانو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کيږي.

ددې سربېره هغه ستونزې چې د ډي آر ايس سيستم په تړاو رامنځته شوې وې حل شوي دي.

په دې اړه نظام الدين چودري زياتوي، د افغانستان پر وړاندې سيريز کې به د ډي آر ايس يا تلويزوني لوبڅار سيستم فعاله وي.

د يادونې ده چې افغان کرکټ بورډ د يادو سياليو په اړه رسما اعلان نه دی کړی او د پنځوس اوريزو او شل اوريزو سيريزونو لپاره يې لوبډله هم نه ده اعلان کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx