نړۍ

د پاکستان پوځ وايي بلوچستان کې يې اوه پوځیان وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،  ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): پاکستاني نظامي چارواکي وايي چې د وسله والو بریدګرو په یوه برید کې يې اوه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر ویلي دي چې وسله والو د بلوچستان په نوشکي او پنجګور ولسوالیو کې په پاکستاني ځواکونو برید کړی و.

یاد دفتر زیاته کړې چې په دغه برید کې ۷ پاکستاني سرتیري او ۱۳ بریدکوونکي وژل شوي دي.

بل لوري ته د بلوڅ د ازادۍ اردو یا  BLA  ددغه بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی او ادعا یې کړې چې د پوځ په مرکزونو بریدونو کې يې لسګونه پاکستاني سرتیري یې وژلي دي.

دوی په  دغه بریدونو کې د خپلو ۹ وسله والو د وژنې تایید کړی دی.

خو د پاکستان پوځ د بلوڅ بېلتون پالو ادعا رد کړې ده.

دوی ویلي دي چې په پنجګور او نوشکی سیمو کې يې د «ترهګرو» بریدونه ناکام کړي دي او اوسمهال امنیتي ځواکونه په سیمه کې د «ترهګرو» د لټون په موخه عملیات کوي.

د یادونې وړ ده چې ډان نیوز پاکستاني رسنۍ ویلي دي چې تېره اونۍ هم بلوچستان کې د پوځ په یوې پوستې وسله والو برید وکړ چې له کبله یې لس پاکستاني پوځیان و وژل شول.

همدا راز په ډیره بګټي سیمه کې په دوه بمي چاودونو کې د بګټي قبیلې یو مشر په شمول ۳ پاکستاني سرتيري و وژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

د جنوري د میاشتې په ۳۰مه د بلوچستان په ډیره الله یار کې په یوه لاسي بم کې ۲ پولیس  و وژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

برکت

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx