افغانستان

کابل: امنیتي ځواکونو د ښار مشهور غله نیولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،  ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د کابل امنیه قومندانۍ وايي چې امنیتي ځواکونو د کابل ښار مشهور غل او لاره شکوونکي شاهد الله (مشهور په کاراو) په شمول شپږ غله نیولي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران نن ټکی اسیا ته وویل چې‎ امنیتي ځواکونو د کابل ښار اتمې حوزې اړوند مشهور غل  شاهد الله چې په کاراو مشهور و نیولی دی.

ښاغلي ځدران زیاته کړې چې کاراو د غلا، لار شکونې او قتل په قضيو کې ښکېل و.

شاهد الله مشهور په کاراو
شاهد الله مشهور په کاراو

د ځدران په وینا نوموړي په لومړنيو څېړنو کې د ۳۰ موټرونو او ۱۰۰ موبايلونو په غلا کولو، د ۱۰ تنو په چاقو وهلو او د يو تن په وژلو اعتراف کړی دی.

د امنیه قومندانۍ ویاند ویلي دي چې له ياد تورن شخص سره په ذکر شويو جرمونو کې څلور تنه ملګري دي، چې دوه تنه يې اوس تر څيړنې لاندې دي.

بل لوري ته د کابل امنیه قومندانۍ ویلي دي چې په اتمه حوزه کې په یوه جلا عملیاتو کې پنځه نور غله نیولي دي.

امنیه قومندانۍ  د دغو غلو نومونه سیدبشیر مشهور په میلاد د عطامحمد زوی؛ عبدالحق مشهور په ممتاز د عبدالقدیر زوی؛ محمد امین مشهور په رحیمی د میرافضل زوی؛ سیدالرحمن مشهور په رحمان د محمد سید زوی؛ سیدرحیم د محمد سید زوی یاد کړي دي.

امنیه قومندانۍ ویلي دي چې هغه هیوادوال چې په دوی باندې ادعا لري سر له سبا څخه دې خپلې عریضې اواسناد اتمې حوزې جنايي مدیریت ته وسپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ماشاءالله داسی غوړ غوړ خبرونه بیا د سړی زړه تازه کړی ولو که دروغ هم وی. فقط د علنی اقدام او اعدام منتظر یو چی څه وخت به تطبیق کیږی په خیر.

محمدرحیم

ماشاءالله الله ج مو كاميابه لره

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx