افغانستان

په تېرو پنځو میاشتو کې ۷۵۹ زره الیکترونیکي تذکرې ویشل شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،  ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولین وايي چې په تېرو پنځو میاشتو کې يې ۷۵۹زره او ۲۵۸  الیکترونیکي تذکرې ویشلي شي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست فقیرمحمد زیار په یوه خبري ناسته کې رسنیو ته وویل چې یادې ادارې تر دې دمه ۶،۸ میلیونه افغانانو ته الیکترونیکي تذکرې ویشلي دي.

د زیار په وینا د احصايې ادارې د تذکرو د ویش له لارې په تېرو پنځو میاشتو کې  ۴۲۳ میلیونه افغانۍ عواید لاس ته راوړي دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې ۸۹۰۲ کاغذي تذکرې تایید او ۲۷۰ شکایتونو ته رسیدګي کړې ده.

د احصايې ادارې سرپرست رئیس وویل چې دغه اداره په مرکز د اسان خدمت په شمول ۳۰ ریاستونه، څلور معاونیتونه او په ټولو ولسوالیو کې د ثبت احوال نفوس مدیریتونه لري.

هغه څرګنده کړه چې دغه اداره په کابل او ۲۰ ولایتونو کې خپل فعالیت ته په عادي توګه دوام ورکوي او هره ورځ له ۱۶ تر ۱۷زره متقاضیانو ته تذکرې ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx