ټکنالوژي

د فیسبوک په ۱۸ کلن تاریخ کې په لومړي ځل په کاروونکو او عاید کې پراخ کموالی راغلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د فیسبوک اصلي شرکت میټا وایي چې د تېر کال په وروستیو کې یې په کاروونکو او عاید کې پراخه کچه کموالی راغلی دی.

میټا وایي د ۲۰۲۱م کال په وروستیو میاشتو کې یې ۱۰.۳ ملیارده عاید ترلاسه کړي چې د تېر په پرتله ۸ سلنه کم دي، او د تمې خلاف لس ملیونه ورځني فعال کاروونکو فیسبوک پریښی دی، چې د فیسبوک لپاره په تېره نږدې کې تر ټولو بد خبر دی.

فیسبوک ددې یو لامل د ټیک ټاک او یوټیوب په څېر سیال ویدیویي شرکتونه یادوي، په داسې حال کې چې پر فیسبوک اعلان کونکو هم خپل لګښتونه کم کړي دي.

د فیسبوک په ۱۸ کلن تاریخ کې په لومړي ځل دا شرکت د دومره سترې خسارې سره مخ شوی، چې په درې میاشتني راپور کې د کاروونکو شمېر په ریکاډ کچه کم شوی او په پایله کې یې د ونډو په نرخ کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی دی.

راپورونه زیاتوي چې د ۲۰۲۱م په وروستۍ درې میاشتو کې په شمالي امریکا کې له کوم ځایه چې فیسبوک تر ټولو زیات عاید ترلاسه کوي، هره ورځ یو ملیونه کاروونکي له لاسه ورکړي دي.

شنونکو تمه درلوده چې په فیسبوک ورځني فعال کاروونکي به ۱.۹۵ ملیارده وي، خو میټا د ۱.۹۳ ملیارده کاروونکو راپور ورکړی دی.

د فیسبوک بنسټ ايښودونکي مارک زوکربرګ د ټيک ټاک اپلیکیشن سره په زیاتېدونکي سیالۍ اعتراف کوي او وایي چې دوی هم غواړي ورته خدمات لکه د ریيل په نامه کوچنۍ ویدیوګانې وړاندې کړي او اوسمهال دا د فیسبوک تر ټولو چټک وده کونکي بڼه ده.

د ۲۰۲۱م کال د دیسمبر تر ۳۱مې نیټې پورې ۲.۸ ملیارده کاروونکو لږ تر لږه د فیسبوک تر ملکیت لاندې له څلورو پلیټ فارمونو او میسنجر خدماتو څخه یو کارولی، او ۳.۶ ملیارده کسانو په میاشت کې یو ځل.

په اکتوبر میاشت کې میټا ته له نوم بدلولو وروسته دا د فیسبوک شرکت لومړنۍ پایلې دي چې په پراخه کچه یې عواید او کاروونکي کم شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx