ټولنیزه برخه

زموږ غریب مکتبي نصاب«۲» برخه

ابوبکر خپلواک

تر همدې عنوان لاندې مې په تېره لیکنه کې د مکتب د تعلیمي نصاب د اصلاح خبره کړې وه، هلته یوازې ادعاء وه او د اثبات یې بیا وعده وه.

اصل خو نوموړې موضوع ته هغه وخت زما ور پام، کله چې دوه میاشتې مخکې د معارف نوي محترم وزیر د نصاب د بدلون او اصلاح خبره وکړه. همغه وخت د نظام ناځوانه مخالفینو غاښ وچیچل، خوله یې چینګه او نوموړې خبره یې هسې مسخره کړه.

هر لیکوال په هغه موضوع ښه، منصفانه او حقیقت ته قریب لیکل کولای شي چې موضوع ورته له الف تر یٰ معلومه او هر اړخ یې ورته څرګند او جوت وي، د مکتب په تعلمیي نصاب نقد او نیوکه د عاجز بنده لپاره همدې شانته مثال لري.

د ځان لوړه نه وایم؛ د کتاب سره د مینې له لحاظه مې د مکتب کتابونه ښه سم کتل، ټولګیوال شاهدان دي، همدا لامل ۇ چې د لېسې په دور کې مې نوم د حاضرۍ سر ته هسک شو، رښتیا د ترقي تعلیم سم پورکاري هم زما زمواري وه. اصل خبرې ته راځم.

د مکتب او لیسې د کتاب ګوټو تعداد دومره ډېر دی لکه هغه د نبیانو (ع) د صحیفو مبارکو چې هر وخت د سړي له ذهنه وځي، که څوک یې اول ځل ټول په ګډه وویني حتماً به دا فکر وکړي چې ددې متعددو کتابونه زدکړه به له سړي جامع الکملات جوړوي، خو نه! داسې نده، نوموړي کتابونه په هر لحاظ غریب او متفاوت دي.

شمېرل شوي، یوازې له اووم ټولګي څخه تر دولسم پورې د ریاضي په مضمون کې څو څلوېښت د پېغلو زنانو شیک شیک انځورونه دي، بدون له اړتیا ځای په ځای شوي، هغه چې ګټه وټه یې صفر او تاوان یې بیا اوچت له صفر بویه.

د هنر، حرفې او مدني زدکړې په نوم جوړ کتابونه سم لکه د خبریالانو البومونه، د موضوع په باب څېړنه پکې داسې مثال لري لکه مالګه په اوړو کې، خو پکې د راوړل شوو عکسونو سور او بر لکه د اې پور ورقې نیمه تنه دومره، دومره دي.

خیر؛ نن تر همدې ځایه بس ده، دا چې په نوموړي نصاب کې په خورا سیسماتیک ډول له اسلامي تاریخ او اسلامي سټو سره څومره ناځوانه چلند شوی دا به په راتلونکې برخه کې درج کړم. ان شاءالله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx