ټکنالوژي

واټس اپ «د هر چا لپاره د پيغام حذفولو» اسانتیا وخت نور هم غځوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): واټس اپ څلور کاله وړاندې ملګري ته په تېروتنه د لیږلي پيغام د هغه له چټ خانې څخه د حذفولو ځانګړتیا وړاندې کړې وه چې ټاکلی وخت ورکړل شوی و.

د هر چا لپاره د پیغام، عکس او ویدیو حذفولو (Delete for everyone) ځانګړتیا کې یوه تیروتنه داده چې که له لیږلو وروسته هغه پيغام تر یوه ساعته حذف نشو، وروسته یې د مخالف کس له چیټ څخه نشئ حذفولی.

په دې معنا چې واټس اپ کې تر دې دمه تاسې کولی شول پيغام له لیږلو وروسته تر یو ساعت، ۸ دقیقو او شپاړس ثانیو د هر چا لپاره حذف کړئ، خو له هغې وروسته بیا دغه ځانګړتیا ناکاره کیږي.

اوس واټس اپ شرکت ددغې خطا د لرې کولو لپاره پر نوې ځانګړتیا کار پېل کړی چې له مخې یې دغه موده دوه نیمو ورځو ته زیاته کړي.

د واټس اپ تازه خبرونو خپرونکې ویبپاڼه WaBetaInfo وایي چې د پيغام هر چا لپاره د حذفولو موده ۲ ورځې او ۱۲ ساعته یا هم ټوله شپږ دیرش ساعتونه کړې ده.

له دې وړاندې یو شمېر راپورونو ویلي وو چې دغه موده ۷ ورځو ته پورته کیږي، خو په ظاهره داسې ښکارېده چې واټس اپ دا کار نه کاوه او بالعکس یې شپږ دیرش ساعتونه موده ټاکل شوې ده.

یعنې تاسې کولی شئ پر واټس اپ لیږل شوی پيغام 36 ساعتونه وروسته د هر چا لپاره حذف کړئ.

اوسمهال دغه ځانګړتیا د بیټا نسخې لپاره وړاندې شوې او ټولو کاروونکو ته یې د وړاندې کولو نېټه نه ده په ډاګه شوې.

د یادولو ده، واټس اپ دغه اسانتیا په ۲۰۱۷م کال کې وړاندې کړه چې په لومړیو کې دغه نېټه یوازې ۷ دقیقې وه. وروسته په ۲۰۱۸م کې ۸ دقیقې او شپاړس ثانیې شوه چې وروسته یو ساعت ته وغځېده او اوس دغه محدودیت له منځه وړي.

واټس اپ غواړي د خلکو د معلوماتو د لا خوندیتوب لپاره په میسنجر کې هم داسې ځانګړتیا وړاندې کړي چې له مخې به یې له پيغامونو سکرین شاټ اخیستلو سره مخالف کس ته خبرتیا ورکوي.

دا هم باید په یاد ولرئ چې ټيلګرام او انسټاګرام کې د زړو پيغامونو حذفولو لپاره محدود وخت نشته او تاسې کولی شئ هر وخت چې وغواړئ پيغامونه د تل لپاره لرې کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx