ورزش

د کرونا سربېره، د چین ژمني اولمپېک لوبې سبا پېلیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د چین اولمپېک کمیټي وایي که څه هم د هېواد په ځينو برخو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوي خو دوی به سر له سبا د ژمني اولمپېک لوبې پېل کړي.

په دغو لوبو کې له ۹۰ هېوادونو څخه له شاوخوا ۲۹۰۰ څخه زیات لوبغاړي چې ۱۵۸۱ نارینه او ۱۲۹۰ ښځینه دي، په پنځلس بېلا بېلو اولمپيکي ورزشي برخو کې سیالۍ کوي چې سبا جمعه د فروري په ۴مه نېټه پېلیږي او تر ۲۰ فروري به دوام وکړي.

Winter Olympics schedule in Feb 2022

که څه هم بیجنګ د ژمني اولمپېک لوبو لپاره ځانګړي مراسم په نظر کې نېولي خو د امریکا او کاناډا په ګډون ځینو هېوادونو په دپلوماتیکه توګه بایکاټ اعلان کړی دی.

دغه هېوادونه وایي، د چین دولت له لوري د بشري حقونو څخه سرغړونه شوې چې له کبله یې ددغو مراسمو پرانیستې ته رسمي دپلوماتیک استازي نه ورلیږي.

ټاکل شوې ده د سږکال ژمني اولمپېک سیالۍ د چین پلازمینې بیجنګ په ګډون د چین په درېیو لویو ښارونو کې ترسره شي، خو د کووید-۱۹ ناروغۍ خپرېدو مخنیوي په خاطر د نندارچیانو لپاره محدودیتونه وضع شوي دي.

د اولمپېک لوبو تنظیم کونکي وایي چې یوازې ځانګړي نندارچیان به دغو لوبو لیدو ته پریښودل شي، او له بهر څخه د نندارچیانو په ورتګ بندیز لګېدلی دی. د نوي مقرراتو تر شا دلیل په هیواد کې د کووید-۱۹ د خپریدو مخنیوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx