
افغان ۱۹ کلنو لوبډله سبا د دریم مقام ګټلو لپاره استرالیا سره مخامخیږي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان نولس کلنو لوبډله په نړیوال جام کې د دریم مقام ترلاسه کولو لپاره د جمعې په ورځ د استرالیا نولس کلنې لوبډلې سره مخ کیږي.
افغان نولس کلنې لوبډلې د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې له جالبې لوبې وروسته انګلستان نولس کلنې لوبډلې ته د ۱۵ منډو په توپیر ماتې ومنله او له پایلوبې بهر شوه.
د نولس کلنو نړیوال جام پایلوبې ته د انګلستان او هندوستان نولس کنلو لوبډلو لار موندلې ده، چې انګلستان افغانستان ته، او هند استرالیا ته نیمه پایلوبو کې ماتې ورکړې دي.
اوس به افغان لوبډله د دریم مقام ترلاسه کولو لپاره استرالیا سره لوبیږي، که دغه لوبه کې بریا خپله کړي دریم او که ماتې ومني د نړیوال جام څلورم مقام لوبډله به انتخاب شي.
دا لوبه د افغانستان په وخت د جمعې په ورځ پنځه نیمې بجې په ویسټ انډيز کې ترسره کیږي.
د نولس کلنو د کرکټ نړیوال جام پایلوبه به د فبروري میاشتی په پنځمه نېټه د انګلستان او هندوستان لوبډلو ترمنځ وشي.