افغانستان

«ملګري ملتونه د افغانستان په یوه بانک کې میلیونونه ډالر لري خو مصرفولای يې نشي»

نن ټکی اسیا (جمعه،  ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړ چارواکی وايي چې  د افغانستان په یو بانک کې دوی نیږدې ۱۳۵ میلیونه ډالر لري خو استفاده کولای یې نه شي، ځکه مرکزي بانک دغه ډالر  افغانیو نه دي بدلې کړي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام مشر عبدالله الدردري ویلي دي چې ملګرو ملتونو په فزیکي ډول امریکايي ډالر افغانستان ته وړي او د افغانستان نړیوال بانک کې يې جمع کړي دي.

الدردري زیاته کړې چې مرکزي بانک ورسره واضحه ژمنه کړې وه چې تازه راوړل شوي ډالر به په اتومات ډول افغانیو ته بدلې شي.

نوموړي وویل چې دغه کار نه دی شوی او یواځې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام ۳۰ میلیونه ډالر د افغانستان نړیوال بانک (AIB) سره بند دي چې دوی یې په افغانیو نه شي بدلولای.

د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي د افغان حکومت له خوا د بهرنیو اسعارو بندیز ته په اشارې وویل چې له افغانیو پرته دوی خپل پروګرامونه نه شي تطبیقیولای.

الدردري وویل چې ملګري ملتونه او نړیوال بانک پر ځينو لارو  بحث کوي چې له مخې به دوی مبایل شرکتونو او لویو سوداګرو ته له افغانستانه بهر ډالر ورکوي او دوی به د افغانستان په داخل کې یادو سازمانونو ته افغانۍ ورکړي.

د افغانستان بانک تر دې دمه د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx