افغانستان

اوکرایني شرکتونو د ریل پټلۍ جوړولو په برخه کې پانګونې ته چمتوالی ښودلی

نن ټکی اسیا (جمعه،  ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د ټولگټو وزارت وايي چې اوکرايني شرکتونو د ریل پټلۍ د جوړلو په برخه کې پانګونې ته چمتوالی ښودلی دی.

د ټولګټو وزارت مطبوعاتي مسوولینو نن ټکی اسیا ته ویلي دي چې د دغه وزارت مرستیال بخت الرحمن شرافت د اوکراین خط آهن خصوصي کمپنيو تخنیکي ټيم سره نن کتلي دي.

په دغه ليدنه کې دواړو لوریو له حيرتان بندر څخه د تجارتي مالونو په انتقال او د ریل پټلۍ ادارې د مسلکي انجينيرانو د ظرفيت لوړولو ،د حيرتان_مزار شریف مسیر څار او ساتنې، د ورکشاپونو جوړولو او د لوکوموتیف ( ريلي ماشین) رغولو او نورو د ريل پټلۍ اړوند همکاريو په اړه هم خبرې کړي دي.

د ټولګټو وزارت وايي چې د ښاغلي شرافت په دغه کتنه کې د افغانستان ريل پټلۍ ادارې د حيرتان، آقينې او تورغونډۍ بندرونو د فعاليتونو او نورو اړوندو چارو په اړه مالومات وړاندې کړل.

نوموړي اوکرایني پانګوالو ته وویل چې په سيمه کې د پانګونې او انکشاف لپاره شرایط برابر او د ریل پټلۍ په اړه د هيواد په کچه ټوله زمينه مساعده ده او دوی د اوکرایني خصوصي شرکتونو د پانګونې هرکلی کوي.

په دغه کتنه کې اوکرایني هیئت وویل چې دوی هڅه کوي، تر څو له افغانستان سره په ګډه  ريل پټلۍ لينونو، لارو، بندرونو او بندرونو رغولو د تاسیساتو او تجهیزاتو برابرولو کې او يو له بل سره د نظرونو او وړاندیزونو تبادله وکړي او د ستونزو او اوسنۍ ننگونو مخنيوی او د فعاليتونو د انکشاف زمينه برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

د اوکراین وضعیت په اوس کې ډېر خراب دی او کېدای شي روسان برید ورباندې وکړي. په اوکراین کې شرکتونه او سوداګر دا هڅه کوي چې خپلې پانګې خوندي ځای ته ولېږدوي. دا کسان چې په دا حساس وخت کې د پانګونې په نوم افغانستان ته راغلي، ما ته ګڼکپان ښکاري او شاید دا نیت ولري چې که وکولای شي د اسلامي نه یو څه وشکوي. باید ډېر ځیرک اوسو. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx